کندهارکي څلورکسیزه ماین ښخوونکې ډله نیول سوې ده

د کندهار پولیسو هغه ډله نیولې، چي په ډنډ ولسوالۍ کي يې ماینونه ښخول او د دوو چاودنو پر مهال یې اووه ملکي وګړي وژلي وه.

پولیس وايي، چې یادې ډلې په د کندهار هوايي ډګر پر شاوخوا ماینونه ښخول او هم يې توغندۍ توغولې.

دغه وسله وال ماین ښخوونکي د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کلانتر او شریفې کلیو کي پر عامو لارو ماینونه ښخول.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال سید محمد اڅګزی وايي، چې ددې ډلې د ماینونو له امله د ملکی وګړو یو فیلډر موټر او یو ټراکټور پر ماین ختلی وو او پر مهال يې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د ده په خبره، چې د استخباراتي معلوماتو وروسته يې په سیمه کې عملیات کړي او یاد څلور کسان يې له ماینونو سره یو ځای نیولي دي.

نیول سوو وسله والو هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي يې دي، چې یاد ماینونه يې بهرنيو ځواکونو ته ښخ کړي وه.

د دوی په خبره ماینونه يې په زرنج موټرسایکل کې له میوند ولسوالۍ څخه راوړل.

د یادونې وړده، چې په کندهار کې زیات وخت د ملکي وګړو پر موټرونو چاودنې کېږي، چې له امله يې د ملکي وګړو تلفات زیات کړي دي.

څو میاشتې وړاندې د کندهار په خاکرېز، شاولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر موټرونو په چاودنو کې تر ۳۰ زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

4888 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...