کندهاروالي دتازه میوې پرسر دلوړمحصول اخیستلوموضوع له پاکستاني پلاوي سره شریکه کړه

د شنبې په ورځ د پاکستان قونسل نعیم خان او د یاد هیواد د زراعت او تجارت وزارتونو څخه راغلي پلاوي په ولایت مقام کي دکندهار والي حیات الله حیات سره وکتل، چي پر مهال یې د کندهار صنعت او تجارت، کرهڼي او بهرنیو چارو رئیسانو او د صنعت او معدن خوني مسؤل هم حضور درلود.

د پاکستان څخه راغلي پلاوي د خپل سفر موخه د جنوبي حوزې په کچه د پمبې تولیداتو کیفیت څیړل او وروسته دولت په دولت د یو تړون له مخي هغه پاکستان ته صادرول یاد کړل.

راغلي پلاوي وويل، د جنوبي حوزې پمبه د سیمي په کچه لوړ کیفیت لري او په صنعت کي په ډيره ښه توګه د استفادې وړ ده، چي دوی کولای سي په بیلابیلو اجناسو کي ورڅخه استفاده وکړي.

کندهار والي حیات الله حیات د دوی راتګ ته ښه راغلاست ووایه او زیاته يې کړه، چي دواړه هیوادونه ګډ مشترکات لري او د هغو د پیاوړتیا لپاره باید دولت په دولت ښې اړیکي وپالل سي.

ښاغلي حیات راغلي پلاوي ته د ستونزي په توګه یادونه وکړه، چي د تازه میوو پر سر د پاکستان له لوري د محصول ډيریدل افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کړي او په یاده برخه کي یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کندهار والي راغلي پلاوي ته وویل، چي د سوداګریزو اړیکو په برخه کي دواړه دولتونه باید لازمي اسانتیاوي برابري کړي، ترڅو د دواړو هیوادونو سوداګرو ته اسانتیاوي برابري سي.

کندهاروالي د جنوبي حوزې حاصلات ځکه د کیفیت له اړخه ښه وبلل، چي په خبره يې دلته د زراعت لپاره ښه اب او هوا برابره ده او دوی ته يې بلنه ورکړه، چي د پمبې صادراتو په پیلیدو سره په ګڼو نورو برخو کي هم د تجارتي اړیکو پیاوړتیا ته هڅي وسي، تر څو د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګریزي راکړه ورکړه ډیره او پیاوړي سي.

د کندهار والي تر خبرو وروسته راغلي پلاوي ډاډ وړاندي کړ، چي په یادو برخو کي به د مسؤلینو سره ګوري او د همکارۍ ډاډ یې وړاندي کړ.

1689 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...