کرکټ بورډ د درې زونونو مسؤلین له دندو لیری کړل

د افغانستان کرکټ بورډ وایی، له خپلو صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې، اصولو نه مراعتولو او یو لړ نورو لاملونو له امله یې د کرکټ د درې زونونو مشران له دندو څخه لیری کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپاره کړی بیان کې ویلی، چې په لیری شوو کسانو کې د بند امیر زون مسؤل میر عظیم الله مبارز، د بوست زون مسؤل مسعود رحمانی او د امو زون مسؤل نور عالم فرید شامل دی.

بیان زیاتوی، چې یادو کسانو هر یوه په کرکټ بورډ اداره کې د پنځو، لسو او تر اتلسو کلونو پورې د کار تجربه لرل.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلی، چې د بند امیر زون مسؤل په خپلوۍ پاللو، د بست زون مسؤل له مرکز سره د عوایدو نه شریکولو، بډو اخیستلو او د امو زون مسؤل د دوه ګونی چلند او په سیاسی جریانونو کې د ښکېلتیا له امله له دندو لیری شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورد تر پرېکړې وروسته دغه درې واړو لیری شوو کسانو وویل، چې دغه پرېکړه ورته د منلو نه ده او زیاته یې کړه چې کرکټ په دې وروستیو کې سیاسی شوی دی.

771 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...