ټرمپ: امریکا د پاکستان سره ښه چلند ندی کړی

ولسمشر ټرمپ د عمران خان سره د ملاقات نه مخکې خبریالانو ته وویل چې د امریکا پخوانی ولسمشرانو د پاکستان سره ښه چلند ندی کړی. هغه وویل: “زما ځای ناستو د پاکستان سره ښه چلند نه دی کړی، زه دا نه وایم چې پاکستان زمونږ سره ښه سلوک کړیدی خو باید د هغې یو څه علت و، په اصل کې د هغې علت و.”

ولسمشر پدی موخه خبریالانو ته دا هم وویل چې د عمران خان سره به د افغانستان، طالبانو او تجارت په موضوع خبرې وکړی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه د عمران خان او د هند د صدراعظم نریندر مودی سره ښې اړیکې لری او که دغه دواړو مشران وغواړی نو د کشمیر د مسلې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د سپتمبر په ٢١ د امریکا د ټیکساس په ایالت کې د ولسمشر نریندر مودی سره یو ځاې یوې غونډې ته وینا وکړه. دغه مهال نریندر مودی پاکستان یو ترهګر هیواد وباله.

عمران خان د امریکا نه غوښتی دی چې پداسې حال کې چې هند د کشمیر په اړه خبرې نه کول غواړی نو امریکا دې د خپل قدرت نه استفاده وکړی او د دغه مسلې د حل لپاره دې هند خبرو ته اماده کړی.

1000 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...