ټاکنو لپاره امنیت / نوید احمد څرک

که څه هم طالبان هر ځل ټاکنو کې خلکو ته خبرداری ورکوی چې ټاکنو کې ګډون و نه کړی او دوی به د ټاکنو په مرکزونو بریدونه وکړی خو له دې خبرداریو سره سره خلک د رای مرکزونو ته ځی او دخپلې خوښې نوماند ته رای ورکوی.
طالبانو راتلونکو ټاکنو لپاره یو ځل بیا خبرداری ورکړی، خو افغان ځواکونو د دې ډلې پرضد داسې عملیات کړی، چې په پتنځایونو کې هم خوندی نه دی.
هغه پلان چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د ټاکنو لپاره جوړ کړی و ، ۹۰ سلنه یې تطبیق شوی چې ورسره د امنیت ساحه پراخه شوې او د طالبانو د فعالیت ساحه کمه شوې ده.
بدخشان، فراه، فاریاب او تخار هغه ولایتونه دی چې تازه پکې له طالبانو ولسوالۍ او سیمې نیول شوی دی، خو دا چې دې سیمو کې خلکو نوم لیکنه نه ده کړې، ځینو کې به یې د رای اچونې مرکزونه پرانیستې وی او ځینو کې له دې امله بند وی چې خلکو نوم لیکنه نه ده کړې.
هغه سیمې چې اسیپ پذیره وی او د دې ګواښ و چې طالبان به ننګونې راپورته کړی، افغان ګډو ځواکونو پکې عملیات وکړل چې زیات شمېر قومندانان او وسله وال یې ووژل شول او له سیمو وتښتیدل.
افغان ګډو ځواکونو ټول هېواد کې د ټاکنو لپاره ډاډ من امنیت رامنځ ته کړی او هغه مرکزونه چې د افغان ځواکونو له لوری د ټاکنو کمېسیون ته ډاډمن ښودل شوی خلک کولی شی په ډاډ سره خپله رای ورکاروی.
د افغان ځواکونو پلان څو برخې درلودلې، خو دوه مهمې برخې یې دا وې چې د طالبانو نفوذی او فعالیت ساحو کې پراخ عملیات وشول چې د دې ډلې زیات وسله وال له سیمو وتښتیدل.
د پلان بله لویه برخه دا ده چې د ټاکنو په ورځ او له دې څو ورځې وړاندې به د ټاکنو د امنیت لپاره لومړی درجه احضارات وی او د مرکزونو امنیت لپاره به ځواکونه ګمارل کیږی.
د افغان ځواکونو د پلان تطبیق یواځی هغو سیمو کې مالومیږی چرته چې تر دې وړاندې طالبانو فعالیت کو، اوس هلته د دې ډلې هیڅ وسله وال نیشته او خلک ارام ژوند کوی.
دا امنیت راوستل یواځې د همدې ولسمشریزه ټاکنو لپاره نه دی، بلکې دا به دوام پیدا کوی او د دې دوام په اوږدو کې به خلکو ته عامه پروژې پیل کیږی چې اسانتیاوې ورته رامنځ ته شی.
نو طالبان یواځې د ټاکنو روانی امنیت ګډوډی، نور افغان ځواکونه اجازه نه ورکوی چې فزیکی امنیت ګډوډ کړی.
افغان ځواکونه د دې وړتیا لری چې په سراسر د افغانستان کې امنیت خوندی کړی او د دې لپاره یې کافی امکانات په کار اچولی دی چې خلک ډاډه شی.
افغانانو ته پکار ده چې په خپلو ځواکونو باور ولری، ټاکنو کې ګډون وکړی او اجازه ور نه کړی چې بیا د افغانستان سرنوشت په نورو هېوادونو کې وټاکل شی.
افغانان به خپل سرنوشت په خپله ټاکې او افغان ځواکونه ژمن دی چې دې برخه کې خپل مسوولیت چې امنیت دی، ادا کړی.

377 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...