ولې د قرانکریم ژبه عربي ده؟ | ژباړه او لنډون: نورالله جلالزی

پوښتنه: ولې د قرانکریم ژبه عربي ده، ولې بله ژبه نه ده؟

لنډ ځواب: ژبه د انسانانو ترمنځ د اړیکو نیولو تر ټولو غوره وسیله ده. خدای تعالی د سورة الرحمن په پیل کې دا وسیله او د خبرو کولو وړتیا له خپلو لویو نعمتونو څخه بولي.

کوم قوم ته چې الله تعالی د هغوی د هدایت لپاره پیغمبران را لېږل، د هغه قوم له خلکو سره به یې د هغوی په ژبه خبرې کولې او په هماغې ژبې به یې دوی ته اخلاقي لارښوونې، احکام او عقیدې بیانول. مخکې له بعثته د عربو حال او جاهلیت ته په کتو خدای تعالی د هغوی له قومه نبي کریم (ص) په پیغمبرۍ وټاکل؛ نو باید د هغوی په ژبه یې خبرې کولای او داسې معجزه یې راوړې وای چې عرب پرې پوهېدلای. ځکه قران کریم (د نبي علیه سلام معجزه) په عربي ژبه نازل شو، خو د عربي ژبي ذاتي ځانګړنې، لکه فصاحت، بلاغت او… هم باید له پامه ونه باسو.

مګر پوښتنه دا ده چې ولې د الله تعالی اخېرنی پیغمبر عرب و، چې کتاب یې هم باید عربي وي؟

په ځواب کې باید ووایو: عربان هغه خلک دي چې له خپلې ژبې، قوم، نسب، قانون او تګلارې سره د تعصب تر حده مینه لري او د تاریخ په اوږدو کې هیڅ حکومت او سلطنت نه دی توانېدلی چې دوی د ژبې بدلون ته اړ کړي او په په عربي ژبه کې بې له ابهام او ګونګتوبته په لږو الفاظو کې د ډېرو مطالبو وړاندې کولو ډېر امکانات د قرانکریم او اسلام د ساتني لپاره تر ټولو غوره طبعي لاره ده. ویلای شو چې په عربي ژبه د قرانکریم نازلېدلو یو دلیل د هغه ابدي ساتنه او یو رنګ والی دی.

تفصیلي  ځواب: د الله (ج) له تګلارو څخه یو د انسانو د لارښوونې لپاره د رسولانو را لېږل دي. پیغمبرانو هم له نورو انسانانو سره د هغوی په ژبه خبرې کولې. پیغمبران باید له خلکو سره اړیکې ولري او د اړیکو نیولو تر ټوله غوره وسیله ژبه ده.

د هر قوم سره د هغوی په ژبه د پیغمبرانو خبرې کول د خدای پاک له اړینو تګلارو څخه ده. الله تعالی وایي: «موږ هیڅ رسول نه دی لېږلی، مګر هغه چې د خپل قوم په ژبه یې خبرې کولې…».  دا اړینه تګلاره ان د هغو پیغمبرانو په اړه هم صدق کوي چې د ټولې نړۍ لپاره وو. که څه هم د ټولو خلکو د لارښوونې لپاره ګمارل شوي وي، خو د هغه قوم په ژبه خبرې کوې چېرته چې دی لومړی ګمارل شوی وي. که داسې نه وای د هغه پیغمر (ص) شریعت به په هغه قوم کې لا د پوهې وړ نه و چې دی پیغمبر پکې ګمارل شوی و.

قران تر ژبې لوړ حقیقت دی او وړاندې تر دې چې په عربي ژبه نازل شي د هستۍ په هغه پړاو کې و چې هلته د بشر عقل نه رسېده.  خدای تعالی له خپل اصلي ځای څخه ښکته راووړ او په دې هیله یې د عربيت د کلمې جامه ور واغوسته چې د بشر له عقل  سره نیږدې او په حقیقت یې پوه شي.

د قرانکریم اصل تر ژبې او په یوه ځانګړې ژبه کې تر را ټولولو لوړ دی، مګر په دې اړه چې ولې په عربي ژبه نازل شوی، باید ووایو: بې د عربي ژبې له ذاتي ځانګړنو(فصاحت، بلاغت او ځانګړی جامع قانون) چې دا ژبه یې د نورو ژبه په پرتله لري، نبي علیه سلام د هغه قوم لپاره ګمارل شوی و چې په عربي ژبه یې خبرې کولې، نو د الله (ج) د پیغام رسولو لپاره یې باید د هغوی د فهم وړ معجزه وړاندې کړې وای، چې انکار ترې ونه کړي، په خدای ایمان راوړي او د دین د خپرولو په لاره کې هڅه وکړي. البته د دې دا مانا نه ده چې دوی د قرانکریم په ټولو حقیقتونو پوه وو، ځکه د قرانکریم حقیقتونه بې شمېره دي، بلکې مطلب ترې په ژبه او ځینو اجمالي حقیقتونو پوهېدل دي.

مخکې تر بعثته عربو په ډېر ټېټ حالت او جهالت کې ژوند کاوه، په دې خاطر الله (ج) نبي علیه سلام د عربانو په منځ کې وګماره. تر اسلام مخکې د جاهلیت حالاتو او د نبي کریم (ص) د راتګ په اړه علي (رض) وایي: « خدای تعالی پیغمبر(ص) په داسې وخت کې وګماره چې خلک په حیرت او سرګرداني کې وو، په فتنو کې را ګېر وو،  هوا او هوس پر هغوی برلاسې وو، ځان لوړ لیدل او تکبر یې خوی ګرځېدلی و، د جاهلیت ناپوهیو وروسته پاتې او خوار کړي وو، د ژوند په کارونو کې حیران او سرګردانه وو او جهالت او ناپوهۍ لمن پرې غوړولې وه؛ نو نبي علیه سلام هغوی ته په نصیحت او خیر غوښتنه کې ډېره هڅه وکړه، د ریښتونې لارې لارښوونه یې ورته وکړه او د حکمت او نېک تبلیغ له لارې یې خدای ته را وبلل».  دا حالات د دې لامل شول چې نبي علیه سلام د عربو په قوم کې پیدا شو. ځکه باید قران کریم په عربي ژبه وای، نه په نورو ژبو.

مګر له قران شریفه ګټه اخیستنه مهمه ده، چې یوازې عربو ته نه ده ځانګړې شوې. خدای پاک وایي:« که موږ قران بې له عربي نازل کړی وای، عربو به ویل چې ولې یې ایاتونه روښانه نه دي او ولې له عربو سره په بله ژبه یا غیر فصیح ژبه خبرې کوي. ووایه: دا قران د هغو خلکو لپاره دی چې ایمان راوړي، هغه که عرب وي یا بل څوک، قران د هغوی لپاره لارښود او شفا دی او څوک چې ایمان نه راوړي بېشکه د هغوی غوږونه درانه شوي او دا قران د هغوی د ړندوالي لامل دی او په همدې خاطر به د قیامت په ورځ دوی له لرې مالومېږي».

کېدای شي دا پوښتنه وشي چې ولې اخېرنی پیغمبر عربي ژبی و، چې د هغه له خاطره یې کتاب هم په عربي دی، ولې دا توفیق د نورو نه کېده؟

دلته باید څو ټکي ذکر او بیا دې پوښتنې ته ځواب ورکړو:

الف: کله چې د اخېرني پیغمبر خبره کېږي باید داسې څوک وي چې د هغه پیغام واخلي او په ښه توګه یې وساتي.

ب: ځینې تل د دین او د هغه د ساتونکو د له منځه وړلو په لټه کې دي، څنګه چې د نبیانو په تاریخ کې وینو، په دې خاطر باید د دې ستونزې د مخې نیولو لپاره فکر وشي.

ج: باید د پیغمبر(ص) له وفات سره سم د هغه له خارق العاده کارونو، دین او قرانکریم نه ساتنه وشي.

دې ټکو ته په پام د انسانانو او د هغوی د ژوند چاپېریال ته ځو، تر څو ووینو چې په کوم چاپېریال او په کومو شرایطو کې دا ټکې د تحقق وړ دي.

یو: عربان هغه خلک دي چې له خپلې ژبې، لارې، قانون، نسب او تګلارې سره د تعصب تر کچې مینه لري، داسې چې نه شو کولای هغوی له خپل کلتوراو ژبې بېل کړو. ان په اوس وخت کې له دې ټولو نړوالو تبلیغاتو سره سره دې ته حاضر نه شول چې خپل دودونه پرېږدي.

دوه: د حجاز عربان داسې وو چې نه یوازې دا چې خپله یې خپله مورنۍ ژبه نه پرېښوده، بلکې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ حکومت او سلطنت نه دی توانېدلی چې هغوی دې کار ته مجبور کړي. یانې تر بهرني اغېز لاندې نه راتلل.

درې: د حجاز د عربان د ژبې د پریمانه نومځرو، د نرینه او ښځینه نومځرو د بېلوالي ـ یو ګړي او ډېر ګړي ـ د ښځینه او نرینه صیغو د توپیر او د ډېر ګړیو دېر ډولونه، د ډېرو کنایو، استعارو، تشبیهاتو، سیمبولونه او… په لرلو سره په کمو الفاظو کې بې له کوم ابهامه د ډېرو مطالبو د وړاندې کولو وړتیا لري.

دې ټکو ته په پام د حجاز ځمکه او عربي ژبه د اخېرني الهي دين د ساتنې تر ټولو غوره طبعي لاره ده. قران کریم د داخلي جاذبو او په زړه پورې اهنګ لرلو په خاطر د عربانو په ذهن کې (چې د موزون او فصیح غږ خوښوونکي وو)، ځای ونیوه او د هر ډول لفظي بدلون نه یې وساتل. په دې خاطر په عربي ژبه د قرانکریم نازلېدل د تلپاتې ساتنې او له هر ډول لاسوهنې د ساتلو په موخه و. البته ویلای شو چې په عربي ژبه د قران کریم نازلېدل په عربو د الله (ج) له لوري مهرباني وه، که په بله ژبه نازل شوی وای، عربان چې لوی ټبر و په هغه یې ایمان نه راووړ. خدای پاک وایي: « هر کله چې موږ هغه(قران) په ځینو عجمیانو(غیر عرب) نازل کړی وای او هغوی(عجمیانو) هغه(قران) ورته ویلای، دوی(عربانو) ایمان نه راووړ».

اړوند ایاتونه:

141 ټول کتل سوی شمېر 12 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د روژې فضائل

څرنګه چې دا دنیا د ابتلاء او ازمایش ډګر ده نو ځکه پکښي هر انسان ...