ولسمشر په هلمند کی د ولسی مرګ ژوبلې په اړه د څېړنو امر کړی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د هلمند په موسی قلعه کې د دوشنبې شپې (وږی ۳۱مه) په عملیاتو کې ولسی خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د څېړلو لپاره د یوه پلاوی ټاکلو امر کړی.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوی چې د موسی قلعه ولسوالۍ په تخته پل کې پر کورنیو او بهرنیو وسله والو د دولتی ځواکونو په عملیاتو کې یو شمېر ولسی وګړی هم وژل شوی.

ارګ د وژل شویو ملکی کسانو د شمېر په اړه څه نه دی ویلی، خو د پېښې د قربانیانو د یوې کورنۍ غړی  وویل چې په برید کې ۱۴ ولسی کسان وژل شوی.

خو د هلمند د ولایتی شورا یوه غړی مجید اخندزاده بیا په دغو عملیاتو کې د څلوېښتو ملکیانو د وژل کېدو ادعا وکړه.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوی: “جمهوررئیس غنی په دغه پېښه کې د ملکی وګړو په شهادت سخت خواشینی شو او د هلمند والی ته یې د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې په موخه د یو پلاوی د ټاکلو لارښوونه وګړه چې خپلې موندنې ژر له حکومت سره شریکې کړی؛ دغه راز یې ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.”

ښاغلی غنی ویلی چې ملکی تلفات ورته د منلو او زغم وړ نه دی او دولتی ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې د مخنیوی په هدف یې لا زیات تدابیر ونیسی.

خو ارګ د ملکی تلفاتو اصلی عاملین طالبان بولی چې په وینا یې له عامو خلکو د سپر په توګه کار اخلی.

128 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...