هلمندکي۴۷۷ تنه ساتنمنان اوسرتیري ترپوځې زده کړو وروسته فارغ سول

مسئولین وايي: یادو سرتیرو ته څلور میاشتنۍ فوځي زده کړي ورکول سوي چي په لښکرګا ښآر او ولسوالیو کي به دنده ترسره کړي.

د پولیسو یاد ښوونیز مرکز تر دې مهاله په زرګونه پولیس افسران او سرتیري له زده کړو فارغه کړي دي.

د پولیسو دا څلور میاشتنۍ زده کړیزه پروسه  د شهید عبدالجبار قهرمان پولیس اکاډمۍ کي ترسره سوه.

دپولیسو د اکاډمۍ قوماندان سمونمل عبدالباقي سخي زاده وویل: یادو سرتیرو ته د څلور میاشتنیو زده کړو په ترڅ کي جنګي تاکتیکونه ، قوانین ، جي پي ایس او نور اړین مهارتونه ور ښودلي دي.

هغه وویل په دې نويو تازه فارغه شوو کسانو کې ۵۰ تنه ساتنمنان او پاته نور يې سرتیري شامل وه.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وايي  ټول فارغه سوي سرتیري او ساتنمنان باید د ښوونکو له لوري د ورکړل شوو زده کړو او مهارتونو څخه د دندي د اجرا پرمهال ګټه پورته کړي.

دغه راز د هلمند ولایتي شورا ریئس عطاالله افغان د خبرو پرمهال وویل: ولس پر خپلو ځواکونو باور لري او په دې ورستیو کې ورسره پوره همکاره پاته سوي.

د پولیسو مسلکي کیدل او د هغوی د زده کړیزو ظرفیتونو لوړول ، به د امنیت د ټینګښت د قانون د پلي کیدو او په جګړیز ډګر کي د پرمختګونو لپاره زمینه برابره کړي.

خبریال:مطمین

344 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...