ملی پولیسو اووه کسیزه ډله چی دچاودنو پلان یې درلود ونیول

دکندهار د امنیې قومندانۍ مسئولین وایی یاد کسان یې دکشفی معلوماتو پر اساس په ولسوالیو او ښار کی دمهماتو اوچاودېدونکو توکو سره یوځای نیولی دی.

دامنیت آمر وایی یاد وسلوال کسان یې دټاکنو له پاره د چاڼیزو عملیاتو پرمهال نیولی.

دکندهار دامنیت آمر پاسوال رحمت الله اطرافی دیوې خبری ناستی پرمهال خبر ورکړ، چی ملی پولیسو دټولو امنیتی ځواکونو سره په همږغۍ امنیتی پلان جوړ کړی او دټاکنو په ورځ به هیڅ امنیتی ګواښ نه وی.

ښاغلی اطرافی وویل، چی دامنیت په موخه د پیل کړو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کی یې یوه اووه کسیزه ډله چی غوښتل یې دچاودیدونکو توکو په مرسته چاودنی وکړی نیولې او چاودېدونکی توکی یې خنثی کړی دی .

هغه وویل چی دامنیتی ځواکونو دبېساری جاڼیزو عملیاتو په سبب به ټول ټاکنیز مرکزونه پرانیستی اوخوندی وی .

هغه له خلګو وغوښتل، چی په ډاډه زړه ولسمشریزو ټاکنو کی برخه واخلی اوخپله رایه استعمال کړی.

دغه راز نیول سوی وسلوال کسان هم چی د۹۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو، ۴ عدده ریموټونو، ۲۵ عدده بیطریو او یوه اندازه ثانیه سوز لین سره نیول سوی په خپلو جرمنو عتراف کوی او وایې چی چاودېدونکی توکی یې دنورو ملګرو څخه ترلاسه کړی وه .

دکندهار امنیتی ځواکونه په داسی حال کی دټینګو امنیتی تدابیرو خبر ورکوی، چی وسلوالو طالبانو لاله وړاندی دټاکنو دګډوډولو او تحدید ګواښ کړی .

خبریال: نثاراحمد احمدی

119 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...