له القاعده سره د طالبانو اړیکې بیا ثابت شوې / سید عبدالله پآچا

طالبانو په ډير فریب نړیوالو ته قناعت ورکو چې له نړیوالې ترهګرې ډلې القاعده سره یې اړیکې له منځه وړي او دا ډله یې نوره ملګرې نه ده، خو د میزان په لومړۍ نیټه د هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو مرکز کې د القاعده ډلې د یو مشر او نورو غړو وژل کیدو ثابته کړه چې دا ډله د القاعده له ملګرتیا لاس نه اخلي.
ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې د میزان په لومړۍ نیټه د هلمند موسی کلا کې د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې د هند جزیرې لپاره د القاعده ډلې مشر عاصم عمر له ملګرو سره وژل شوی دی.
عمر د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې چې موسی قلعه ولسوالۍ کې د القاعده او طالبانو پر مهمو مرکزونو ترسره شول وژل شوی دی، په دغو عملیاتو کې د طالبانو او القاعده ډلې نور مهم غړي هم وژل شوي دي.
په وژل شویو کې، د عاصم عمر او ایمن الظواري ترمنځ د اړیکو مسوول ابو ریحان او یو شمیر طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.
په دغو عملیاتو کې زیات شمیر جنګیالي چې پاکستانیان دي نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.
طالبانو د دې عملیاتو څخه وروسته د ماشومانو او ښځو ویډیوګانې خپرې کړې چې ګنې عملیاتو په کورونو شوي او هیڅ وسله وال پکې نه دي وژل شوي دي.
طالبانو د تبلیغاتو له لارې هڅه وکړه چې د دې عملیاتو پایلې کمرنګه کړي او نړیوال پرې خبر نه شي طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري.
د عملیاتو پرمهال د پاکستانیو جنګیالیو نیول کیدل او د القاعده شبکې د مشرانو وژل کیدل د طالبانو لپاره هیڅ د زغملو نه وه، له همدې کبله یې د دې عملیاتو پرضد سخت تبلیغات وکړل چې د دوی ناکامي پکې پته شي.
د دې عملیاتو پر مهال طالبانو د واده مراسمو کې خپل موټر ځای په ځای کړي و او غوښتل یې چې د پېښې ځای ته ځان ورسوي، خو کله چې یې ولیدل چې عملیات د دوی په ملګرو شوي او مهم کسان پکې له منځه تللي، د واده مراسمو باندې یې خپله بریدونه کړي او ښځې او ماشومان يې پکې وژلي دی.
طالبانو دا کار د دې لپاره وکړ چې عملیات نوم بدې کړي او په دې سره پټه کړی چې عملیاتو کې د دوی مهم ملګري چې القاعده ډله ده، نه دي وژل شوي.
طالبان ځکه له القاعده سره اړیکې نه پرې کوي، چې دا ډله د جګړې یوه برخه ورته تمویل کوی او ځینو طالب مشرانو ته پيسې ورکوي.
طالبان په همدې نړیواله کچه باندې نوم بدي دي چې له القاعده سره یې اړیکې نه دي پرې کړی، که څه هم له امریکا سره د طالبانو خبرو کې امریکا ته قناعت ورکړل شوی و چې طالبان له القاعده ډلې سره اړیکې نه لري، خو وروستیو عملیاتو هر څه ډاګیز کړل.
نړیوالو ته د طالبانو توره څېره او مکاره تبلیغات ډاګیز شول چې دا ډله هیڅ هوکړې ته ژمنه نه ده او د خپلو ګټو لپاره خپل پلار او کورنۍ هم پلورلی شي.
افغان ګډو ځواکونو چې دا عملیات کړي و، طالبانو ته یو سخت ګوزار ورکړ او دا یې ورته په ډاګه کړه چې که طالبانو هر څومره پټ ځای په افغانستان کې پیدا کړي، بیا هم له افغان ځواکونو پټ نه دی او عملیات پرې کولی شي.

418 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ملابرادر څنګه مهم او ملاهبت الله تر ټپي کيدو وروسته ساه ورکړه« نوې لوبه خو بيخونده پای»

لیکوال:مولوي ۱.م.حقاني د طالبانو تر منځ تر بل هر وخت ستونزې ډيرې شوي دي، بدي ...