د امریکا او طالبانو د سولی د خبرو د لغوه کېدو په اړه د ملاهبت الله لیک افشاء سوی

د امریکا او طالبانو د سولی د خبرو د لغوه کېدو په اړه د ملاهبت الله لیک افشاء سوی

هغه لیک،چی د وسله والو طالبانو مشر ملاهبت الله خپلو نظامی مسولینو او قوماندانانو ته لیکلی یوه کاپی یې رسنیو هم تر لاسه کړې،چی پکښی ویل سوی د کابل بریدونه د دوی له امر پرته تر سره سوی دی.

په لیک کی راغلی،چی د اسلامی امارت مشرتابه شورا یو شمېر غړو ،چی د سولی د روانو خبرو سره مخالفت لری قصدا په کابل او ګڼ میشتو سیمو کی چاودنی او بریدونه وکړل،چی له امله یې د امریکا سره هغه خبری،چی نهایی سوی وې لغوه اعلان سوې.

نوموړی وویلی،چی په قطر کی سیاسی ډلی او افغان سیاسیونو،چی د حکومت چارواکی هم پکښی موجود وه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه،چی په عامه ځایونو کی به بریدونه او چاودونو د نه کولو ترڅنګ د ملکی وګړو ژوند ته پام کیږی، خو د اسلامی امارت د مشرتابه شورا یو شمېر غړو او هغوی پوری تړلو جنګی شبکو  د خارجی استخباراتو په لمسون قصدا له امریکایی لوری او هم د افغانستان له راغلی پلاوی سره کړو پریکړو خلاف عمل وکړ ،چی له امله یې د اسلامی امارت اعتبار او سیاسی پرمختګ او لاسته راوړنی یې هم په داخلی او نړیواله کچه د نیوکو او غبرګونونو سره مخ کړ.

په لیک کی له طالب قوماندانانو غوښتل سوی،چی په خپل سر بریدونه ترسره نه کړی او له هغوی غوښتل سوی،چی د نرمښت کولو تر څنګ هغه کسان په نښه او پیدا کړی،چی د وروستیو بریدونو له امله یې د امریکا سره د سولی خبری لغوه اعلان سوې.

 

446 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...