د افغانستان د کورني کرکيټ لیګ پيل سو

دغه لیګ،چي نن د تله ۱۵ پيل سوی شپږ لوبډلي پکښي برخه لري،چي دوې اونۍ به دوام وکړي او د افغانستان ملي تلوېزیون يې د لوبو ژوندی جريان خپروي.

د کرکيټ بورډ مسولين وايي دغه سیالۍ چې د کرکيټ بورډ اړوند لوبغالي کې ترسره کیږي، نننۍ لوبه د راشد خان په لوبډلمشرۍ د “بند امیر ښامارانو” او د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ د “کابل بازانو” ترمنځ ترسره کیږي.

د لوبې پچه کابل بازانو وګټله او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه. ټاکل شوې دغه لیګ تر دو اونیو پورې به روان وي.

د افغانستان کرکيټ بورد وایي، دې لیګ لپاره یې تخنیکي چمتوالی بشپړ کړی او د کابل کریکټ لوبغالي کې یې نندارچیانو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکي، کابل بازان، مېس عېنک اتلان او سپين غر زمریان هغه لوبډلې دي چې د شپږيزه کرېکېټ لیګ د اتلولۍ لپاره به سیالي سره کوي.

 

 

392 ټول کتل سوی شمېر 8 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...