د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له عمان سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن د اکټوبر په لسمه د عمان په وړاندې لوبه کوي.

دا مسابقه به دکابل په وخت د مازیګر په پنځو بجو د عمان په سطان قابوس لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان د لوبډلې مرستیال روزونکي شبیر یوسفي ازادي راډیو ته وویل: زموږ غړي تیار دي، ځینو کسانو څو ورځې وړاندې هم لوبه کړې او هیله لرو چې نن به هم ښه نتیجه واخلو.

افغانستان غواړي چې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې کېږي او تر هغه یوکال وروسته د اسیا د فوټبال کپ سیالیو ته لاره پیدا کړي.

134 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...