د افغانستان اسلامي بانک کندهارکي خپله څانګه پرانيستل

د اسلامي بانک د څانګي د پرانيستي لپاره دسې شنبې په ورځ په يوه خصوصي صالون کي مراسم نيول سوي وه، چي پکښي ددې بانک مسولينو، سوداګرو او ګڼ شمېر کسانو برخه اخيستې وه.

په کندهار کي د افغانستان د اسلامي بانک د محصولاتو او فعاليتونو د څانګي د پرانيستي پرمهال ددې بانک دبازار موندني رئيس محمد سليم رحيمي وویل، چي بانک يې د خپلو مشتريانو لپاره بشپړه اسلامي بانکي خدمات وړاندي کوي.

دی وايي، چي اسلامي اصولو ته ژمنتيا يې دبانکي خدماتو لومړيتوب دی، چي په وينا يې د کندهار اوسېدونکي کولای سي د افغانستان اسلامي بانک د کندهار څانګي له خدماتو ګټه واخلي.

د پرانيستي مراسمو ته د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستيال عبدالباقي بنا او ملي سوداګر عتيق الله احمدي هم خبري وکړې او په کندهار کي د افغانستان اسلامي بانک د څانګي پرانيستنه يې د کندهاريانو لپاره ښه خبر وباله.

دوئ دواړو د خپلو خبرو پرمهال وویل، چي د افغانستان اسلامي بانک ټول بانکي او مالي خدمات له اسلامي اصولو سره سم دي او دا يې د اسلامي بانکدارۍ د پياوړتيا او په کندهار کي د پانګوني لپاره ښه موقع وبلل.

د يادوني وړ ده، چي د مراسمو په وروستيو کي ګډونوالو د افغانستان اسلامي بانک د فعالیتونه په اړه ددې بانک له مسولينو څخه د ازاد بحث په شکل پوښتني هم وکړې، چي دمسولينو له لوري ورته قناعت کوونکوي جوابونه ورکول سول.

خبریال: رحيم الله رحيمي

322 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...