د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو شمېر هغو کسانو پروفایلونه پکې و چې د طالبانو له لوری شهیدان شوی و، دا کسان یا په چاودنو او یا هدفی وژنو کې د طالبانو له لوری په نښه شوی و او ملی امنیت یې عکس، د پېښې ځآی، د پېښې نوعیت، تاریخ او د اوسیدو له ځای سره خپور کړ.
دا سلسله نوې پیل شوه چې لومړی کتاب کې د طالبانو زر جنایتونه ذکر شوی او ټول هغه کسان یې له منځه وړی چې اوسمهال کادرونه و او یا یې یو ښه راتلونکی درلوده.
له دې کتاب هدف دا دی چې د طالبانو جنایتونه خلکو ته په ډاګه شی چې طالبان څه ډول جګړه کوی او قربانی یې کوم ډول خلک دی.
په دې پروفایل کې د طالبانو له جنایتونو ښکاری چې طالبان دا ډول خلک د یوې دسیسې له مخې وژنی چې افغانستان هیڅ ډول علمی کادر، بانفوذه شخصیت او د کار سړی و نه لری.
امنیت شورا ډاډ ښودلی چې د طالبانو د تېرو اتلس کلونو جنایت به رابرسیره کوی او هغه کسان چې په قصدی ډول طالبانو په نښه کړی له ټولو مالوماتو سره یو ځای به یې خپروی.
د طالبانو دا ډول جګړه خطرناکه یادیږی چې د پآکستان او یا بل هېواد لپاره افغان کادرونه په نښه کوی او له منځه یې وړی.
خو د امنیت شورا د دې کتاب له خپرولو وروسته طالبانو په یوه اعلامیه کې د ټولو قربانیانو ته سپکاوی وکړ.
طالبان وایی، ټول افغانان یې چې په تېرو اتلس کلونو کې وژلی دی، وژل یې روا و او دا ټول د امریکا جاسوسان و.
طالبانو په ډیرې سپین سترګۍ سره ویلی چې تاریخ به په دې وژنو وویاړی او دوی هیڅکله پښمانه نه دی چې اتلس کلونو کې یې څومره کسان وژلی دی.
طالبان او ټول افغانان په دې خبر دی چې اتلس کلونو کې طالبانو د وژنو ۹۰ سلنه ملکیان، ښځې او ماشومان دی، نو ویلی شو چې طالبانو د ښځو او ماشومانو وژنه هم افتخار دی.
له طالب ګیله هم نه ده پکار، ځکه هغه یوه وحشی ډله ده چې د وژنو لپاره راپورته شوې او تر هغې چې د نورو هېوادونو په ځانګړی ډول د پاکستان ګټې په افغانستان کې نه وی خوندی شوی د طالبانو دا وژنې به دوام پیدا کوی.
طالبانو رهبران او جاهل وسله وال یې هیڅکله په دې فکر نه کوی چې د دوی په جګړه کې ډیر قربانی څوک دی، د دې جګړې ګټه څوک وړی، ایا دوی له امریکا سره په جګړه دی که له افغانانو سره، ایا دوی امریکایانو ته لاس رسی لری چې و یې وژنی او که افغانان وژنی.
طالبان رهبران او وسله وال یې له هر برید وروسته د یوې مور چیغې نه اوری چې ماشوم یې په چاودنه او ځانمرګی برید کې وژل شوی وی، ایا دوی کاڼه او ړانده دی، یا یې جهالت سترګی او غوږونه بند کړی دی.
طالبان فکر کوی چې اوږده جګړه باندې به اخر هم یوه ورځ د پآکستان حکمونه په کابل کې عملی کړی، خو افغانان هم تر طالبانو اوږدې جګړې ته تیار دی خو بیا نه د طالبانو وحشی او توره دوره غواړی او نه هم د پاکستان حکمونه.
طالب دې داسې فکر نه کوی چې د شل کالو وړاندې فکر اوس هم پاتې دی، اوس د طالبانو اصلی څیره په ډاګه شوې او که طالبان اتلس کاله نوره هم جګړه وکړی، هیڅ هدف ته به و نه رسیږی چې ګنې په کابل دې بیا حاکم شی.

875 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...