دګاونډيوهيوادونوڅخه دچرګانو قاچاک کندهارکي دتوليدي چرګانوبازار سوړ کړی

کندهار کي دچرګانو شاخوا پنځه سوه فارمونه فعاله دي، چي دکندهار دچرګانو دغوښي او هګيو اړتيا يې پوره کړېده، خو کاروباريان يې ددولت څخه دواردېدونکو او قاچاکي چرګانو دمخنيوي غوښتنه کوي.

کندهارکي دامهال دچرګانو دروزني فارمونه تر پنځه سوه اوړي، چي دغوښي ترڅنګ يې په بازار کي دهګيو اړتيا هم پوره کړېده.

خو په دې برخه کي بوخت کاروباريان وايي، دکافي برېښنا نشتوالي او دکاونډيو هيوادونو څخه په قاچاکي ډول دراتلونکو چرګانو نه مخنيوی ددې سبب سوی، چي بازار کمزوری او دعرضې او تقاضا سيسټم خراب کړي.

دچرګانو دفارمونو داتحاديې مشر عبدالرازق وايي، که دولت دقاچاکي چرګانو مخنيوی ونه کړي، نو فارمونه به دزيان سره مخ او وتړل سي .

بلخوا بيا دچرګانو قصابان وايي، چي تربهرنيو چرګانو وطني چرګان ښه بازار لري ځکه غوښه يې تازه او غذايې وطني ده .

په کندهارکي  دکرهڼي او مالدارۍ مسئولين هم ياده ستونزه مني او وايې دمخنيوي له پاره يې لاس په کار سوي دي.

حفيظ الله سيدي وايي دايران اوپاکستان سره پراخه فرضي کرښه ددې سبب سوې، چي دقاچاک مخنيوی ګران کړي .

ديادوني وړده، چي دچرګانو دفارمونو ترڅنګ کندهارکي دوطن دانې په نوم ددانې توليدونکي فابريکه او دمرضونو ددرملني يوکلينيک هم فعال دی، چي په ياده برخه کي يې هم پر بهرنيو هيوادونو تکيه کمه کړېده .

خبریال: نثار احمد احمدي

293 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...