دکندهار دملي امنیت سرتېرو دسړي تښتوونکو درې کسیزه ډله نیولې

د کندهار د ملي امنیت سرتېرو دسړي تښتوونکو درې کسیزه ډله نیولې،چي یوه يې انجلۍ او نور يې نارينه دي.

د سړي تښتوونکو یادي ډلي شپږ ورځي مخکي د هلمند ولايت د لښکر ګاه ښار اړوند د مال ګیر په سیمه کي د يوه ښوونځي د مخي څخه يو اووه کلن کوچنی تښتولی ؤ، چي د ملي امنیت د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس تښتوونکي د کندهار ښار د درېيمي ناحيې اړوند د فقير بابا په کوڅه کي نيولي دي.

اووه کلن نورالله شپږ ورځي مخکي د هلمند ولايت په لښکر ګاه ښار د مال ګیر په سیمه کي ښوونځي ته تلی، چي د سړي تښتوونکو يوې ډلي وتښتاوه.

د تښتول سوي کوچني اکا عبدالهادي رسنیو ته وويل، د سړي تښتوونکو یادي ډلي د تليفون پر کرښه د دوی څخه لومړی د ۱۵ لکه افغانيو غوښتنه کړې وه، چي ترهغه وروسته يې بیا په ۸ لکه افغانيو فيصله کړې وه، چي دا پیسي به دغه ډلي ته ورکوي.

خو تر پيسو ورکولو مخکي يې د ملي امنیت مسئولینو ته خبر ورکړی وو، ترڅو دغه ډله ونیسي.

د کندهار د والي ویاند بهر احمدي رسنیو ته وويل، چي د ملي امنیت ځواکونو تیره ورځ د سړي تښتوونکو یوه ډله د درېیمي ناحيې اړوند د فقير بابا په کوڅه کي يوه کونۍ دې ته اماده کړې وه، چي دلته تښتول سوی کوچنی وساتي او د تښتول سوي کوچني د کورنۍ څخه پیسې تر لاسه کړي، خو د پیسو تر لاسه کولو مخکي د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول سول او یاد کوچنی روغ رمټ د خپلي کورنۍ وغړو ته وسپارل سو.

د يادوني وړده، چي د تښتول سوي کوچني د کورنۍ غړو د ملي امنیت د بیداره ځواکونو ددې فعالیت او سر ښندني قدرداني وکړه او مننه يې ځيني وکړه، چي تښتول سوی کوچنی يې پيدا او دخپلي کورنۍ غړو ته يې وسپاري او ددې تر څنګ يې د سړي تښتوونکو ډله يې د قانون منګلوته وسپارل.

خبریال: عبدالقيوم شکوري

471 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...