دکندهاروالي په مشرۍ امنيتي ناسته ترسره سوه

په دغه امنيتي مجلس کي د امنيتي چارواکو له خوا د کندهار پرعمومي امنیتي وضعیت خبري وسوې.

په غونډه کي د ټولو امنيتي ځواکونو، چي د ټاکنو په ورځ يې امنيت خوندي کړی ؤ، ستاينه هم وسوه.

د چهارشنبې په ورځ د کندهاروالي او نظامي شورا د رئیس حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، د ملي امنیت رئیس، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، په جنوب کي د قاطع ملاتړ ماموریت قومندان جنرال براون او یو شمیر نورو خارجي نظامي مسؤلینو ګډون کړی وو.

په غونډه کي لومړی کندهار والي حیات الله حیات د نظامي شورا غړو او دقاطع ملاتړ ماموریت له همکارانو مننه وکړه، چی د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره یې د امنیت په ټینګښت کي خپل مسؤلیت ادا کړ او بشپړه همکاري يې وکړه.

ښاغلي حیات د ټولو نظامي مسولینو مننه وکړه، چي د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره يې بشپړ امنیت تامین کړی وو او خلکو په ډاډه زړه ګډون وکړ.

په غونډه کي د ښار او ولسوالیو په کچه د امنیتي وضعیت ارزونه وسوه او پر مهال یې د دښمن د ځپلو په موخه نوي پلانونه هم شریک سول، تر څو ولس ته د ارام ژوند زمینه برابره سي.

په غونډه کي پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې او د حل په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول سوه.

224 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...