دکندهارملي موزېم ته دنولسمي او شلمي پېړۍبانک نوټونه وسپارل سول

دغه څرګندوني داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس دملي موزيم مسولينوته دنولسمي او شلمي پيړۍ دلومړيو يو لسګونه بانک نوټو دورکړي پرمهال دملي راډيو تلوېزون سره وکړې.

د نولسمي او شلمي پېړۍ دغه د ( يولسګون ) بانک نوټونه دغازي امان الله خان ددورې اړوند دي، چي ديوه هيوادوال لخوا اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته ورکړل سوه، څو دخوندي ساتلو په هدف يې ملي موزيم ته وسپارې.

دکندهار داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس حکمت الله افغان وويل، ديوه با احساسه هيوادوال منظور احمد مياڼي لخوا دنولسمي او شلمي پيړۍ دپنځوسو څخه زيات  فلزي د ( يولسګون ) نوټونه په دې موخه اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته  سپارلي، چي ملي موزيم کي خوندي کړل سي.

ښاغلي افغان  ددغه هيوادوال دملي احساسه څخه مننه وکړه چي دغه تاريخي بانګنوټونه يې ملي موزيم لپاره ورکړي اونن ورځ يې دخوندي ساتلو لپاره ملي موزيم ته سپاري.

داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس دټولو هيوادوالو څخه وغوښتل چي هغه غلاسوي اوياهم کورونو کي پټ تاريخي آثار چي دکورنيو جنګ جګړو پرمهال چورسوي، بيرته بايد دملي موزيم دبډايني په خاطر بيت المال ته وسپارل سي، څو دملي موزيم دفني کسانو لخوا څنګه چي ښايي هغسي وساتل سي.

بايد وويل سي، چي تردې مخکي هم دځني هيوادوالو لخوا تاريخي آثار چي دځان سره يې خوندي کړي وه، ملي موزيم ته سپارلي دي.

خبریال: سيد ستارمهتابي

325 ټول کتل سوی شمېر 15 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...