دهوايي او ځمکني عملیاتوپرمهال ۶۵ تنه وسلوالوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو په تیرو۴۸ساعتونوکي د هوايي او ځمکني عملیاتو پر مهال ۶۵ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د کمانډو او هوايي ځواک په ملتیا د روزګان د ترینکوټ په شرقي او غربي سیمو، دهراود، دواب، دره ګوهر ګین، چهارچینو، د ګیزاب په رباتک، نیک اباد بازار او چهارچینو په هوشي سیمه کي د عملیاتو پر مهال د ملا ورور او ملاسردار محمد په نومونو د طالب وسلوالو ډلو ۷ تنه وژلي او دوه تنه نور یې ژوبل کړي دي او همدارنګه په یادو سیمو کي د عملیاتو پر مهال ۲۳ تنه وسلوال طالبان وژل سوي او ۳۲ تنه نور ژوبل سوي دي.

په ورته وخت کي د کندهار په شاولیکوټ، میوند، د زابل په میزانه او شاجوۍ ولسوالیو کي د دښمن له لوري ۳۴ حلقې ځای پر ځای سوي ماینونه د ۲۰۵ اتل قول اردو د اینجینري ټیم له لوري کشف او خنثی سوی دي.

په عملیاتو کي ۱۲ عرادې موټرسایکلان او یو عراده موټر هم له مینځه وړل سوي او ۱۹ میله بیلابیل ډوله سلاح هم ترلاسه سوې ده.

177 ټول کتل سوی شمېر 11 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...