دسولي اوخپلواکۍ دملي اتل دلومړي تلين په پار دقرانکريم ختمونه وسول

د قرانکريم د ختم په مراسمو کي ويناوالو د شهيد سترپاسوال عبدالرازق اڅکزي پر کارنامو او شهامت ويناوي وکړې او د هغه کورنۍ، دوستانو او لارويانو ته يې تسليت وړاندي کړ.

د ۱۳۹۷ کال د مېزان ۲۶ د کندهار لپاره توره ورځ وه، په دې ورځ د کندهار يو زړه ور او نه ماتېدونکی امنيه قوماندان شهيد ستر پاسوال عبدالرازق اڅګزی د کندهار ولايت مقام په داخل کي د يوه غلچکي بريد په ترڅ کي په شهادت ورسېد.

د خپلواکۍ د ملي اتل د شهادت د لومړي تلين په مناسبت د ملي سوداګر او د شهيد سترپاسوال عبدالرازق اڅګزي د نږدې ملګري حاجي تورجان له لوري د قرانکريم ختمونه وسول؛ د شهيد سترپاسوال په ګډون د هيواد په لار کي ټولو شهيدانو، او په هيواد کي د سرتاسري سولي په مناسبت دعاوي وسوې.

ديني عالمانو او نورو ويناوالو د خپلواکۍ او سولي ملي اتل شهيد ستر پاسوال عبدالرازق اڅګزي پر افغاني غيرت او کارنامو خبري وکړې؛ هغوئ وويل د کندهار امنيه قوماندان شهيد ستر پاسوال عبدالرازق اڅګزی يو غيرتي افغان وو، چي د خپل هيواد او ولس لپاره يې ځان قرباني کړ.

هغوئ وويل د ده خدمت به يو افغان هم هېر نه کړي او تل به يې لارويان او خواخوږي لار تعقيبوي.

د ځوانانو په استازيتوب ځوان فيضي خبري وکړې؛ هغه سره له دې، چي د شهيد پر کارنامو وږغېدی وويل، که افغانان په خپله د روان ناورين مخه ونه نيسي، زموږ دغه ډول نور قهرمانان او مظلوم افغانان به قرباني ورکوي.

هغه شهيد سترپاسوال عبدالرازق اڅګزی د ځوانانو او ټولو افغانانو لپاره د مېړاني يوه نمونه ياده کړل، چي بايد لار يې تعقيب سي.

ټاکل سوې، چي د خپلواکۍ د ملي اتل شهيد سترپاسوال عبدالرازق اڅګزي لومړی تلين په مرکز کابل کي د لويي جرګې په تالار کي په يولړ ځانګړو مراسمو ولمانځل سي.

249 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...