دزابل دوروستۍ ترهګریزی پیښی هغه ژوبل،چی کندهارته انتقال سوی وه ورسره نغدی مرسته وسوه

د جمهور رئیس له لوری په زابل ولایت کی د وروستۍ ترهګریزی پیښی د قربانیانو سره د نغدی مرستو لپاره ټاکل سوی پلاوی نن دوشنبه په ولایت مقام کی لومړی دکندهار والی حیات الله حیات سره وکتل.

په لیدنه کی راغلی پلاوی یادونه وکړه، چی دوی تیره ورځ زابل ولایت ته تللی وه اوهلته یې د یادی پیښی د قربانیانو سره مرستی وکړې او په خبره یې د یادی پیښی ځینی زخمیان کندهار میرویس حوزوی روغتون ته د درملنی لپاره را انتقال سوی وه چی دوی غواړی د پاته زخمیانو سره همدلته مرسته وکړی.

کندهار والی حیات الله حیات د دوی له راتګ څخه مننه وکړه او وویل: چی ولس او حکومت په غم او ښادۍ کی شریکان دی او پر ځای یې وګڼل، چی د یادو زخمیانو او شهیدانو له کورنیو سره خواخوږی او نغدی همکاری کیږی.

وروسته راغلی پلاوی د ولایت مقام د ټولنیزوچارو مرستیال حاجی اغالالی دستګیری په ملتیا میرویس حوزوی روغتون ته ولاړی اوهلته یې د زابل د پیښی هر زخمی ته د جمهور رئیس د غم شریکی پیغام شریک کړ او همداراز یې د هر زخمی سره ۵۰ زره او د شهیدانو له وارثینو سره ۱۰۰زره افغانۍ نغدی مرسته هم وکړه.

244 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...