دافغان سولي په برخه کي په ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي

د افغان سولي په برخه کي په بین المللي کچه مملکتونه او نړیوال سازمانونه اوپه ملي کچه قومي مشران،علماء اوځوانان ښه رول لوبولای سي.

دغه څرګندوني د پنج شنبې په ورځ په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ملګرو ملتونو دفتر حوزوې مسؤل روبین کالپین سره د سولي تر عنوان لاندي جوړ سوي مجلس کي وکړې، چي پر مهال یې قومي مشران، علماء او د ملګرې ملتونو (UNAMA) دفتر د سیاسی چارو حوزوي مسؤله اغلي میکلون هم ګډون درلود.

د ملګرو ملتونو دفتر حوزوې مسؤل روبین کالپین ددغه مجلس د رابللو موخه د سولي په برخه کي دپیشنهادونو، مشورو او وړاندیزونو شریکول یاد کړل.

د هغه په وینا: ملګرې ملتونه (UNAMA) به هیڅکله د افغان سولي له پروسې څخه لاس وانخلي او زیاته یې کړه: “د افغان سولي په برخه کي که موږ ژر و نه توانېږو سوله راولو، نو حد اقل د دایمي اوربند لپاره ستاسو په همکارۍ کار کولای سو.

په یاد مجلس کي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ملګرو ملتونو له هڅو څخه د سولي په برخه کي مننه وکړه او وویل: “افغان سوله دغه وخت یو نړیوال بحث ګرځیدلی او په دې برخه کي د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد د سولي په برخه کي (۹) دوره خبرې اترې له طالبانو سره وکړې؛ ولي تینګار پر بین الفغاني خبرو وسو او دا د ټول افغانانو غوښتنه ده.

هغه همدارنګه وویل: “د سولي په برخه کي په محلي سطحه د قومي مشرانو، علماء او متنفذینو را داخلول د سولي په برخه کي مؤثره ثابتېدلای سي، د هغه په وینا: “ډیر علما لا تر اوسه د سولي له یادې پروسې څخه لیري پاته سوي چي باید را داخل سي او شتون یې مهم دی.

ښاغلي دستګیري د سولي په خبرو اترو کي د انسان ژوند ته ارزښت ورکول مهم وبلل او د سولي د خبرو اترو پر مهال یې پر اوربند ټینګار وکړ.

هغه همدارنګه د قانون حاکمیت، د افغانانو د ژوند سطحي لوړول او د افغانستان اړیکي له نورو ممالکو سره باید څنګه و اوسې؟ هغه موضوعات یاد کړل چي باید پرې بحث وسي.

په یاد مجلس کي نورو برخوالو هم له خپله اړخه د سولي پر ارزښت او اهمیت خپل نظریات او پیشنهادونه وړاندي کړل.

2617 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...