پاکستان کی بس چپه سوی،چی ۲۲ مسافر پکښی وژل سوی

په پاکستان کې؛د یوه بس د چپه کېدو له امله ۳۷ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د راپورونو له مخې بس ډوله موټر چې راولپېنډۍ ته پر لاره و، په غرنۍ سیمه کې د تخنیکی ستونزې له امله له مسیر وتلی او کندې ته لوېدلی دی.

په پېښه کې ۲۲ مسافر وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دی.

ځایی پولیس وایی چې په دغه مسافر وړونکی موټر کې تخنیکی ستونزه رامنځ ته شوې او له امله یې موټر کندې ته لوېدلی دی. سرچینې وایی سیمه غرنۍ ده، نو ځکه د ژغورلو عملیات هم له ستونزو سره مخ شوی وو.

په پاکستان کې غرنۍ لارې ډېرې دی چې تر ډېره په معیاری توګه نه دی جوړې شوې نو له امله یې وخت ناوخت ددغه ډول پېښو راپورونه ورکول کېږی

836 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهار: خبريالان وايي معلوماتو ته نه لاس رسی لا هم د دوئ په وړاندي جدي ستونزه ده

په کندهار کي خبريالانو او د رسنيو د دفاع بنسټونو ولسمشرۍ ماڼۍ ته شکايت وکړ،چي ...