فراه: یوازی یوه ورځ کی ۱۰۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتل

فراه: یوه ورځ کی ۱۰۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتل

ځایی چارواکی وایی وسله والو طالبانو د فراه ښار پر یو شمېر سیمو ډله ایز بریدونه وکړل،چی د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ سول او په یوه ورځ ۱۰۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتل.

خو دفاع وزارت وایی د طالبانو بریدونه یې پر شاه تمبولی او د مهمو قوماندانو په ګډون یې ۷۵ وسله وال طالبان وژلی او ۳۰ نور یې ټپیان کړی دی.

د دفاع وزارت د خبرپاڼی له مخی،چی د وژل سوو وسله والو مخالفینو جسدونه هم په سیمه کی پراته دی.

بلخوا کورنیو چارو وزارت هم  په ورکړیو معلوماتو کې ویلی چې جګړه کې فراه لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال ملا نوراحمد چکانی وژل شوی دی.

دواړو وزارتونو ویلی، طالبان په بشپړ ډول د فراه ښار د سقوط په هڅه کې مات شوی او اوس دوی د ښار په څنډو کې تصفیوی عملیات پیل کړی دی.

 

540 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...