د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو په اسیایی جام سیالیو کې نن افغانستان د پاکستان پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې سیالې لوبډلې ته یې د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

پاکستان په پیل کې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه چې افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶ اورونو کې ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

د افغان توپوهونکو له ډلې صدیق الله اتل ۲۹، رحمن الله ۲۷ او فرهان ذاخیل ۱۹ زیاتې منډې کړې وې.

دغه راز بیا جمشېد میرعلیخیل او نور احمد په ۱۷ـ ۱۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شول. د پاکستان لپاره فرهاد منیر او عامر علی درې ـ درې لوبغاړی وسوځول.

د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۲۰ اورنو کې ۷۸ منډې جوړې کړې چې د ۸۵ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

د افغانستان د توپ اچوونکو له لوری شفیق الله غفاری ۳، فضل الحق، عابد تڼیوال او نور احمده دوه ـ دوه او جمشید میرعلیخیل بیا یو لوبغاړی وسوځاوه.

د دې لوبې د غوره لوبغاړی جایزه (شفیق الله غفاری) ته ورکړل شوه. باید وویل چې د افغانستان تر نولسو کلنو کم عمره ځوانان به خپله دویمه لوبه د روانې سپټمبر میاشې په ۷مه نېټه له کویټ سره ترسره کړی. د یادونې ده چې د ورښت له امله دا لوبه ۴۶ اورونو ته کمه شوې وه.

750 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...