دهلمند امنیتی چارواکی: په نږدې وختونوکی به ګرمسیر او ناوې ولسوالۍ سړک وصل کړو

د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو مسئولین وایی: ناوه کی یی د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات بریالی وه ، او دوی به نور هم پرمختګ کوی ، ترڅو ناوه او ګرمسیر بیا سره وصل سی.

وسله والو طالبانو په دې ورستیو کی د ناوې ولسوالۍ کی د جګړو او بریدونو پلان درلود.

د ناوې ولسوالۍ د ښه امن ، او سیمی د ښه کنټرول لپاره هلته امنیتی او دفاعی ځواکونه ورغلی دی ، چی په هزاراسپ ، خسراباد او یو شمېر نورو سیمو کی یی د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړی دی.

د ده سوه پنځلسم میوند قول اردو د لومړی کنډک قوماندان برید جنرال حکم خان وایې طالبانو ته یی درنې ضربې ورکړی، او د هغوی پلانونه سیمه کی شنډ سوی دی.

دی وایی د باغرباط او سرخدوز سیمه به هم تر شملان او ګرمسیر تصفیه کړی.

چارواکی وایی: طالبانو پلان درلود، چی لښکرګا ښار ته نږدې امن ولسوالی ناوه کی بریدونه وکړی.

خو د ناوې ولسوال فضل الباری فیاض وایی : امنیتی او دفاعی ځواکونو په چټکی د وسله والو طالبانو دغه پلان نا کامه کړ او اوس سیمه کی پوره امن دی.

د سیمی اوسیدونکی هم د امنیتی ځواکونو له چټک فعالیت څخه خوښ دی او وایی :دوی پخپله سیمه کی امن غواړی ، او دلته پراته ولسونه د نا امنۍ او جګړې توان نه لری.

د ناوې ولسوالی دښتی سیمی ، او سرخدوز هغه ځایونه دی ، چی له ډیره وخته وسله وال مخالفین پکی ځانونه خوندی کوی ، دوی له دې سیمو د ناوې نورو برخو ته نا امنی انتقالوې ، چی ځایی قومی مشران وایی ، لومړی باید د وسله والو مخالفینو همدا پخوانی مرکزونه لمنځه یوړل سی، ترڅو ناوه ارامه سی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

383 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...