د بخښنی نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتی،چی د پښتنو له ځپلو لاس واخلی

وروسته له هغه ،چی په پاکستان کی د پښتنو په وړاندی حکومت کرکجن او بشر ضد کړنی پیل کړې او د پښتنو زیات شمېر مدافعین یې ونیول د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوی.

د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبی اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتی چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکی اقدامات باید پای ته ورسوی.

نوموړی ویلی چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوی غړی او نور سوله ییز فعالان باید سمدستی خوشې شی.

باید وویل سی،چی پاکستان کی په زیات شمېر پښتانه په یوه او بل نوم د حکومت لخوا زندانونو ته اچول کیږی او د ډېرو د ژوند او مرګ معلومات هم نسته.

936 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...