کندهارکی د محرم د میاشتی لسمه د زرګونو اهل تشیع لخوا ولمانځل سوه

د سه شنبې په ورځ په کندهار کی د زرګونو اهل تشیع لخوا د محرم د میاشتی لسمه بېله کومی امنیتی پېښی ولمانځل سوه، چی پرمهال یې په ټولنیزو چارو کی د ولایت مقام مرستیال او د سکتوری ادارو رئیسانو برخه اخیستې وه.

دغونډی برخوالو په هیواد کی د ټولو وګړو پر یوالی او اتفاق ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چی هیوادوال دی د اوسنیو ناخوالو د پای ته رسېدو په موخه د سولی لپاره هلی ځلی وکړی.

د محرم د میاشتی لسمه چی د عاشورا د ورځی سره سمون خوری په کندهار ولمانځل سوه، چی په زرګونو اهل تشیع پکښی ګډون کړی وو او د امام حسین رض او د هغه د ۷۲ تنو شهیدانو سوو ملګرو یاد یې تازه کړ.

دینی عالمانو او د نظر خاوندانو وویل، مسلمانان ټول سره وروڼه دی او په خپلو منځو کی هیڅ ډول تفرقه او بېل والی نه منی او لا به هم خپل یوالی پیاوړی کړی.

دوی د عاشورا د ورځی پر ارزښت او فضیلت خبری او د رسول ص د لمسیانو او د دوی د ملګرو پاک روح ته یې دعاګانی وکړې او د هغوی له برکته یې په هیواد کی د تل پاتی سولی غوښتنه وکړه.

په ټولنیزو چارو کی د ولایت مقام مرستیال حاجی اغالالی دستګیری وویل، عاشورا د مسلمانانو د یوالی او غم شریکۍ یوه ګډه ورځ ده، چی پکښی د نړۍ مسلمانان دعاګانی، خواستونه او خیراتونه کوی.

ښاغلی دستګیری په هیواد کی د ټولو اقوامو پر یوالی تینګار وکړ او له خلکو یې وغوښته، چی د دښمن په دسیسو باندی تېر نه ایستل سی او خپل یوالی او قوت لا ثابت او پیاوړی کړی.

نوموړی د عاشورا د ورځی د پاکو شهیدانو د روح د ارواح د خوښۍ په موخه دعا وکړه او د الله ج له درباره یې د دغه مبارکی ورځی په برکت په هیواد کی د دایمی سولی غوښتنه وکړه.

په دغه مراسمو کی د ګډونوالو له لوری نعتونه او شعرونه هم وویل سوه او پرمهال یې له خلکو وغوښتل سوه، چی د باطل په وړاندی د حق د دې لوی پاڅون په لوړو موخو او اهدافو ځان خبر کړی او د حضرت حسین رض لاره چی په یوازی سر یې د ظلم او بربریت په وړاندی پاڅون وکړ او د ژوند تر وروستیو سلګیو پوری ورسره په مېړانه ودرېد خپله یې کړی.

خبریال: روزالدین ایازی

2425 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...