کندهار:د وژل سوو ښځینه پولیسو د کورنۍ سره مرسته وسول

د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال تادین خان د هغه دوو ښځینه پولیسو د کورنیو سره د نقدی پیسو او خوراکی توکو مرسته وکړ،چی دندی ته په لار کی د نامعلومو کسانو له لوری ووژل سوې.

امنیه قوماندان تادین خان وایی د شهیدانو سوو پولیسو د کورنیو سره د مرستو لړۍ به دوام وکړی او د هغوی کورنۍ ته به ځانګړې پاملرنه کوی.

باید وویل سی،چی  د روبینې او فرزانې په نومونو دوې ښځینه پولیسی،چی په ارغنداب ولسوالۍ کی یې دندی درلودې ۸ ورځی وړاندی د اګست پر ۲۸مه د لومړۍ حوزې اړوند له چوک مدد سره د نامعلومو کسانو لخوا وویشتل سوې او ووژل سوې.

 

128 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...