په افغانستان کی د ناټو د عمومی قوماندان په مشری یو شمېر نظامی او ملکی استازو کندهار ته سفر وکړ

د ناټو عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ناټو ملکی سفیر نیکولاس کی او د ناټو یو شمېر نورو نظامی او ملکی استازو په کندهار کی د ملکی او نظامی مسئولینو سره وکتل.

په دې تړاو ناسته جوړه سوه، چی پر مهال ئې کندهار والی حیات الله حیات، امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان، د ملی امنیت رئیس برید جنرال برکت الله څمکنی او یو شمېر قومی مشرانو ګډون کړی وو.

تر ناستی وروسته کندهار والی حیات الله حیات خبریالانو د ناټو د ملکی او نظامی مسئولینو د راتګ په اړه مالومات ورکړل؛ نوموړی زیاته کړه، چی کندهار ته د ناټو د عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر په مشری د ناټو د ملکی او نظامی استازو د راتګ هدف دلته د خپلو تېرو ژمنو بیا تازه کول، د سولی او ټاکنو په برخه کی همکاری کول او د امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکول دی.

په افغانستان کی د ناټو عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر د خبری کنفرانس پر مهال وویل، چی دوی د کندهار د ملکی او نظامی مسئولینو سره ښه مجلس درلود، نوموړی زیاته کړه، چی یو ځل ئې بیا خپلی ژمنی تازه کړې.

جنرال مېلر یادونه وکړه، چی سوله مهمه اړتیا او د افغانانو غوښتنه ده، په خبره ئې تر څو چی دغه هدف ته رسېږو تر هغه وخته ځینی عملیات هم باید وسی.

په افغانستان کی د ناټو ملکی سفیر نیکولاس کی، د امنیتی ځواکونو پر ملاتړ او د سولی پر پروسه ټینګار وکړ، نوموړی یادونه وکړه، چی په افغانستان کی سیاسی حل لاره مهمه ده او ټینګار ئې وکړ، چی د سولی له پاره د ټولو لارو چارو څخه ملاتړ کوی.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان د ولسوالیو او ښار د امنیتی په اړه مالومات ورکړل او زیاته ئې کړه، چی ولسوالۍ ئې بشپړ تر واک لاندی دی او په دې برخه کی ولس هم ډېره همکاری ورسره کوی.

کندهار ته د ناټو ملکی او نظامی استازی په داسی وخت کی سفر کوی او خپلی ژمنی تازه کوی، چی موده وروسته به افغانان د ریاست جمهورۍ له پاره خپل د خوښی کاندید ته رایه ورکړی.

خبریال: آرین

155 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...