نه هوکړه وشوه، نه طالب له جګړې راوګرځید / عبدالمنان توحیدیار

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو لس ورځې وروسته پای ته ورسید، خو هیڅ کومې هوکړې ته و نه رسیدل، اوږده بحثونو او جنجالونو وروسته هم داسې ښکاری چې سولې ته رسیدل ځکه اسانه نه دی چې طالبانو څو هېوادونو سره نکاح تړلې او د هر هېواد ګټې د سولې په خبرو کې خوندی کوی.
ټاکل شوې وه نهم پړاو کې دواړه لوری بحثونه وروستی او هوکړه لاسلیک کړی، خو پرته له کومې پایلې دا پړاو خبرې پای ته ورسیدې، خو دواړه لوری له خبرو او پرمختګونو خوښ دی، داسې ښکاری چې یواځې یو بل د سولې خبرې نه دی رد کړی او بحثونو دوام باندې ټینګار لری.
د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې او بحثونو څخه ښکاری چې د سولې پروسه دومره ساده او اسانه نه ده چې یو کال او یا څو میاشتو کې به پای ته ورسیږی، سوله زیاتو بحثونو ته اړتیا لری او افغانان نه شی کولی څو کلونه بې حکومت او یا موقت حکومت تر مدیریت لاندې ژوند وکړی. که څه هم پاکستان هڅه کوی چې جمهوری نظام له منځه یوسی او ټاکنې وځنډوی، خو افغان حکومت دریځ په دې برخه کې واضح دی او طالبانو ته به هیڅکله اجازه ور نه کړی چې د پردیو هېوادونو ګټې افغانانو باندې تحمیل کړی.
د طالبانو او امریکا ترمنځ اوږدو خبرو وښوده چې افغانان لومړی یو منتخب حکومت ته اړتیا لری، بیا سولې ته، دا چې یو ښه منتخب حکومت وی، کولی شی د خلکو استازیتوب وکړی او د سولې پروسه بریالۍ کړی.
کله چې امریکا او طالبان په دوه مواردو باندې یو کال کې نتیجې ته نه شی رسیدلی، نو بیا افغان حکومت او طالبان څنګه کولی شی په کمه موده کې ستونزه حل کړی، نو اوس اړتیا لیدل کیږی چې ټاکنې وشی او راتلونکی منتخب حکومت دا پروسه مخ ته یوسی.
د نظر خاوندان نیوکه لری چې امریکا او طالبان په نهه پړاو خبرو کې هیڅ کومې پایلې ته نه دی رسیدلی او له دې ښکاری چې د سولې پروسه دومره اسانه او ساده نه ده، طالبان د هرې ورځې په تېریدو تاوتریخوالی زیاتوی او له افغانانو قربانی اخلی، په داسې حال کې د سولې خبرو ته هم چمتووالی نیسی.
له خبرو سره یو ځآی د طالبانو ډله ییز بریدونو سره عامو افغانانو طالبان چلن کړی چې د مذاکراتو په جریان کې ملکی وګړی قربانی کوی.
د طالبانو دا ډول بریدونه د دې لپاره دی چې د سولې مذاکراتو جریان کې وښیی چې دوی د جګړې توان لری او باید د سولې په ارزښت ورسره ټول اړخونه سلاشی.
طالبان هڅه کوی د سولې په میز د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره افغانستان کې لا ډیره ویره خپره کړی او لا ډیر افغانان ووژنی.
طالبان په دې کیسه کې نه دی چې څومره خلک او کوم خلک وژل کیږی، طالبانو هدف ویره خپرول او له خلکو د ارام ژوند اخیستل دی او په دې کار بریالی شوی دی.
د سولې پروسه کې افغان حکومت ځکه احتیاط کوی چې دلته خلکو ډیرې قربانۍ ورکړی او طالبان باید د هغو کورنیو ته ځواب ورکړی چې د دوی د جګړې قربانی دی.
افغان حکومت د یوې داسې سوله په لټه کې دی چې د جګړې پای وی او د افغانانو عزت او ملی ګټې او ارزښتونه پکې خوندی وی.

676 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...