معلولینود شهیدانو د اوونۍ او دعاشورا دورځی په مناسبت دقرانکریم ختمونه وکړل

دسنبلې دمیاشتی دوهمه اوونۍ، چی دشهیدانو په نوم نومول سوې هرکال دهیواد ټولو سیمو کی په ځانګړو مذهبی مراسمو سره لمانځل کیږی.

کندهارکی دکار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند معلولینو په خپل آمریت کی دقرانکریم ختمونه وکړل.

دمراسمو ګډونوالو دالله ج دربارته ددعا لاسونه لپه او دهیواد ټولو شهیدانو ته یې د روح دخوښۍ او سرتاسری سولی له پاره غوښتنه وکړل.

دوی وویل، لکه څرنګه، چی څوارلس سوه کاله وړاندی حضرت امام حسین رض دحق او اسلامی ارزښتونو  دتامین له پاره ږغ پورته کړی ؤ دافغانستان مسلمان ملت هم دتاریخ په اوږدو کی دامام لاره تعقیب کړی او دحق ترڅنګ یې داسلام دښېرازۍ او هیواد دخپلواکۍ په لار کی خپله وینه نظرانه کړې او سرونه قربان کړی دی.

دمعلولینو دټولنی مشر فیض الله عمریار وایی، چی دقرانګریم ختمونه یې دشهیدانو داوونۍ او عاشورا دورځی په مناسبت ترسره کړل .

دیادونی وړده، چی دشهیدانو اوونۍ او دعاشورا ورځی دکندهار ترڅنګ دهیواد نورو سیمو کی هم په ځانګړو مذهبی مراسمو سره تجلیل او پرمهال یې دهیواد دسولی او ثبات له پاره دعا ګانی وسوې.

خبریال: نثاراحمد احمدی

160 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...