طوفان هریرود لوبډله د فوټبال سیالیو اتله شوه

طوفان هریرود لوبډلې په پایلوبه کې شاهین اسمایی لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په پرله پسې توګه د دوهم ځل لپاره د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولی وګټله.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اتم پړاو سیالیو پایلوبه، چې د تېرې زمری میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل شوې وې، تېره شپه د فوټبال فدراسیون په لوبغالی کې ترسره شوه.

دواړه لوبډلې د لوبې په ۹۰ دقیقو کې ونه توانېدې، چې د یو بل په وړاندې ګول ووهی، خو د اضافی ۳۰ دقیقو په لومړۍ نیمایی کې طوفان هریرود لوبډله بریالۍ شوه، چې د شاهین اسمایی لوبډلې د ګول دروازه پرانېزی.

که څه هم د اضافی وخت په دوهمه نیمایی کې شاهین اسمایی لوبډلې بریدګره لوبه وکړه، خو ویې نه شواى کولاى ګول ترسره کړی او په دې سره د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اتم پړاو سیالیو پایلوبه په یو – صفر پایلې سره د طوفان هریرود لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

باید وویل شی، چې په یادو سیالیو کې د هېواد د اتو زونونو لوبډلو ګډون درلود

358 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...