سیمرغ البرز له میوند اتلانو ۴-۰ لوبه وګټل

د هېواد د غوره لیګ د ګروپی لوبو په دوام، د سیمرغ‎البرز او د میوند اتلانو سره سیالی وکړه.

د لوبې لومړۍ نیمه دواړو لوبډلو متعادله پیل کړه؛ که‎څه هم د لوبې په لومړیو دقیقو کې د میوند اتلانو لوبه تر کنټرول لاندې لرله، خو د تمې پر خلاف، دا د سیمرغ البرز لوبډله وه چې د لوبې په ۱۶مه دقیقه کې د نعمت‎الله کریمی په واسطه ګول وواهه.

د لوبې په دوام کې د مویند اتلانو د سیمرغ البرز پر دروازې ډېر بریدونه وکړل، خو د ګول پر وهلو بریالی نه شول.

د لوبې په دویمه نیمایی کې د سیمرغ‎البرز لوبغاړو له لوړې روحیې سره لوبه پیل کړه، او وتوانېدل چې د لوبې او توپ کنټرول ترلاسه کړی. دغې لوبډلې همدارنګه د لوبې په ۸۰ دقیقه کې دویم ګول وواهه.

اخوا بیا د لوبې په ۸۱ دقیقه کې بیاهم فرهاد سوګند وتوانېد چې د خپلې لوبډلې لپاره ګول ترسره کړی.

دا د کار پای نه و سیمرغ البرز د لوبې په ۹۲ دقیقه کې څلورم ګول هم ترسره کړ څو د هېواد د شمالی حوزې استازی له ډېرو ګولونو بریا ولری.

په دې ترتیب سره، لوبه څلور د صفر له پایلې سره د سیمر‎البرز په ګټه پای ته ورسېده.

د دغې لوبې په پای کې د سیمرغ‎البرز لوبغاړی نعمت‎الله کریمی د لوبې غوره لوبغاړی معرفی شو.

578 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...