سوله د پاکستان په انحصار کی افغانانو ته د منلو نه ده//سید عبدالله پاچا

تاسو که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وروستۍ مرکه اوریدلی وی، هغه وویل چې پاکستان د سولې برخه کې همکاری کړې خو جزیات یې ور نه کړل چې څه ډول همکاری یې کړې ده، خو دا واضح ده چې کله د سولې د هوکړې ځینې جزیات په ډاګه شول پاکستان خپل کار وکړ او د سولې خبرو د سبوتاژ کولو لپاره یې خپل نفوذی کس عباس ستانکزی ته دنده ورکړه چې په بهرنیو ځواکونو برید وکړی.
پاکستان په هوکړه کې له یو څه ډار درلوده چې د سولې په هوکړه کې اوربند او بین الافغانی خبرې ذکر شوې وې، دا خبرې د ناروې اسلو ښار کې کیدلې، چې پاکستان پکې له خپل نفوذ اندیښنه درلودله چې کم به شی، پاکستان اوس تر ټولو ډیر باور په عباس ستانکزی لری او عباس ستانکزی د ای ایس ای یو وفاداره جاسوس دی.
افغان حکومت چې کله د هوکړې جزیات ولیدل د افغانستان د راتلونکی او افغانانو په زیان یې باله او ځینې ملاحظات یې درلودل، ځکه په دې هوکړه طالبانو ته یو سټیج ورکول شوی و او تر څنګ یې هوکړه کې دا واضح نه وه چې پاکستان به د ترهګرۍ له تمویل لاس اخلی او که به دوام ورکوی، ځکه اوسنی جګړه د پآکستان له لوری نااعلان شوې جګړه ده چې قربانیان یې افغانان دی.
افغان حکومت سوله تعریف کړې، د سولې لپاره یې مشورتی لویه جرګه رابللې وه او په دې تړاو یې ترې مهمې سلا مشورې اخیستی دی، افغان حکومت د داسې سوله په لټه کې دی چې پریکړه یې اسلام اباد کې و نه شی، د داسې سولې په لټه کې دی چې جګړه ورسره پای ته و نه رسیږی، د داسې سولې په لټه کې دی چې لاس ته راوړنې خوندی شی او د افغانانو حقوق پکې خوندی وی، د داسې سوله په لټه کې دی چې پایداره وی او ثبات تضمین کړی، خو طالبان بیا هیڅکله چمتو نه دی چې داسې سوله وکړی چې د افغانستان جګړه ورسره ختمه شی او ملی حاکمیت ته یې زیان و نه رسیږی.
طالبان د دې لپاره تمویل کیږی چې د پاکستان ګټې به سوله کې خوندی وی، که د پاکستان ګټې په خطر کې شوې، بیا به پاکستان د طالبانو په واسطه داسې بریدونه کوی لکه پنجشنبه یې چې کابل کې وکړ او د امریکا د ولسمشر غوصه یې راوپاروله، دا ټول پروسه یې له منځه یوړه.
افغانانو اوس د سولې او ټاکنو دوه موازی پروسې لری، خو ټاکنو ته ځکه لومړیتوب ورکوی چې ټاکنو لپاره نیټه ټاکل شوې او چمتووالی نیول شوی، خو د سولې لپاره هیڅ نیټه نشته او نه هم طالبانو کوم شین څراغ ښودلی دی، نو د سولې پروسه یو کال دوو کې نه کیږی او اړتیا ده چې د سولې د خبرو لپاره یو منتخب حکومت د ټاکنو په اساس رامنځ ته شی.
دا سمه ده چې سوله لومړیتوب او د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو سوله په دې مانا نه چې طالبان هر څه غواړی او افغانان به یې ورسره منی، د سولې لپاره واضح تعریف شته او هغه دا چې افغانان هیڅکله نه غواړی د شل کالو پخوا امارت ته وګرځی، افغانان نه غواړی چې د دوی د سرنوشت پریکړې په پنجاب کې وشی.
سوله په تدبیر سره پکار ده او په دې برخه کې د حکومت دریځ واضح دی، سولې مذاکرات له قید او شرط پرته کیږی خو د سولې هوکړه به قید او شرط لری او دا قید او شرط به ملی ګټې او د افغانانو ارزښتونه او غوښتنې وی.
داسې سوله هیڅکله افغانان نه غواړی چې د پاکستان غوښتنې د عباس ستانکزی له لوری مطرح شی، عباس ستانکزی همدا اوس د طالبانو وسله واله ډله پلورلې او د باکستان د ګټو لپاره یې کاروی، ځینې طالبان هم په دې موضوع خبر دی او ځینې چې نه دی خبر نږدې راتلونکی کې به خبر شی

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولی خبری په داسی حال کی بې نتیجې پاتیږی چی په هلمند ولایت کی لسګونو طالب قوماندانانو د هلمند ولایت په کچه د طالب قوماندانانو په یوه غونډه کی چی په موسی کلا ولسوالۍ کی جوړه سوې وه تصمیم نیولی چی د سولی د روانو خبرو ملاتړ به کوی او اوربند ته به غاړه ږدی ، دغه طالب قوماندانان او مشران چی د پنځوسو څخه ترشپیتو تنو پوری رسیدل په دې باور وه چی د دوی مشران به په هېواد کی د دایمی سولی او ښیرازۍ پخاطر چنې وهی ولی هغه هرڅه برعکس سول .

نوموړو طالب قوماندانانو په خپلو منځونو کی ویلی وه چی نور به د هلمند ولایت په کچه خپل ټولی حملې بندوی ترڅو خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسیږی .

ولی په دوحه او کوټه کی ناست مشرانو چی همیشه یی د دوی پر سر امتیازات ترلاسه کړی اود خپلو شخصی او پردیو د ناروا ګټو د پاره یی لابیانی کړی اوس هم د دوی پر سر سوداوی کوی .

70 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ټاکنې او د خلکو مسوولیت / سید عبدالله پاچا

راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې یواځې څلور ورځې ورته پاتې دی او د شنبې په ورځ ...