روحانی: ټرمپ سره نه‌ګورم، څو پر تهران ټول بندیزونه لیرې نه‌کړی

د ایران حکومت ویلی چې له امریکا سره به تر هغه وخته چې پر تهران خپل ټول بندیزونه لیرې کوی، ونه‌ګوری.

تر دې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلی و چې په مناسبو شرایطو کې له روحانی سره خبرو ته تیار دی.

د ایران ولسمشر حسن روحانی پرون د اګسټ په ۲۷مه، په ټلوېزیونی وینا کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې خبرې وکړی، خو لومړی باید امریکا خپل ټول غیر قانونی، غیر عادلانه او غیر مناسب بندیزونه لیرې کړی.

روحانی ټینګار کړی چې هېواد یې هېڅکله هم اټمی وسلې نه‌دی غوښتی او که چېرې د ایران ګټې خوندی نه‌شی، له هغو مسئولیتونو به اوږه سپکه کړی چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د اټمی موافقې پر اساس‌یې لری.

540 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...