رسنیو د بې طرفۍ په اړه / وحید عمر

دوه ورځې مخکې لا د کندوز جګړه روانه وه چې ما د خپلو امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ په روانه جګړه کې د رسنیو د بې طرفۍ په اړه یو یادښت ولیکه.
زه دا منم چې لیکنه د کندوز د وضعیت له امله د احساساتو او عاطفو تر اغېز لاندې وه او بحث د محتوایی په پرتله ډېر عاطفی و. په هغه لیکنه مې ډېر نقدونه هم ولوستل.
ځینې نقدونه احساساتی او زیاتره هغه کنځلې وې چې فېسبوک کاروونکی یې هره ورځ راته ډالۍ کوی، خو ځینې نقدونه جدی وو. تر ټولو جدی نقد دا و چې ما ګنی رسنۍ د دولت ملاتړ ته رابللی دی او رسنۍ د جګړې په دوو خواوو کې طرف نه شی نیولای.
خو زما استدلال دا نه دی چې رسنۍ دې د حکومت پلوی شی.
رسنیو سره له نږدې دوه لسیزې کاره پر دې ښه پوهېږم چې رسنۍ په ټولنه کې د نظام د څلورمې ستنې په توګه رسالت لری چې په اطلاع رسوونه کې بې طرفی او توازن وساتی.
زه بحث ته له یوې بلې زاویې راځم. زما برداشت دا دی چې د افغانستان په اوسنی جنګ کې د کورنیو خبریالانو او رسنیو بې طرفی ممکنه نه ده.
زه پوهېږم چې دا استدلال به مې یو ځل بیا جدی نقد شی، خو بیا هم دلته د بحث لپاره یو څو ټکی وړاندې کوم.
لومړی: نږدې موږ ټولو منلې چې طالب او داعش ترهګرې ډلې دی چې د رسنیو په شمول یې موږ ټول مشروع هدف یو. طالبانو او داعشیانو څو څو ځله دا اعلان کړی دی.
زما پوښتنه دا ده چې آیا رسنۍ د دې ترهګرو ډلو او زموږ د امنیتی ځواکونو په جګړه کې بې طرفه پاتې کېدای شی؟ آیا امریکایی رسنۍ ترهګرۍ سره په جګړه کې بې طرفه دی؟ آیا هندی رسنۍ لشکر طبیه او جیش محمد ډلو سره د هند د حکومت په جګړه کې بې طرفه وې؟ آیا پاکستانۍ رسنۍ پاکستانی طالبانو سره ددې هیواد د پوځ په جګړه کې بې طرفه وې؟ آیا عراقی رسنۍ داعش ډلې سره ددې هیواد د حکومت په جګړه کې بې طرفه وې؟ آیا د سریلانکا رسنۍ له تامیل پړانګانو سره ددې، د سریلانکایی حکومت په جګړه کې بې طرفه وې؟ که فکر کوئ چې بې طرفه وې، استدلال راسره وکړئ.
دویم: زموږ په ټولنه کې حاکم برداشت دا دی چې داعش او طالب د پاکستان په لمسه افغانان وژنی. که موږ دا منو چې د طالب او داعش جګړه، افغان حکومت سره د پاکستانی حکومت نیابتی جګړه ده، نو په دې جګړه کې د افغانستان کورنۍ رسنۍ بې طرفه پاتې کېدای شی؟ آیا پر کشمیر د پاکستان او هند په جګړه کې د دې هیوادونو رسنۍ بې طرفه دی؟ آیا په کریمیا کې د روسیې د مداخلې پر ضد جګړه کې د اوکراین رسنۍ بې طرفه وې؟ آیا زموږ رسنۍ د پاکستان د مداخلې پر ضد زموږ جګړه کې بې طرفه پاتې کیدای شی؟
درېیم: طالبانو او داعشیانو څو څو ځله اعلان کړی چې خبریالان یې مشروع جنګی هدف دی. د طلوع د کارکوونکو پر موټر د دارالمان په سرک برید وشو.
زموږ ښه خبریالان د کابل په شش درک کې د طالبانو په ځانمرګی برید کې شهیدان شول. پر شمشاد ټلویزیون داعش ډلې برید وکړ. د فرانسې فرهنګی تالار په چاودنه کې زموږ څو خبریالان په بې رحمۍ شهیدان شول او داسې لسګونه نور موارد شته چې زموږ خبریالان په کې مستقیماً هدف وو.
د ټولو بریدونو مسئولیت چې په طالبانو او داعش ډلو کې یوه ډله اخلی، نو آیا رسنۍ د خپل قاتل او هغه پولیس په جګړه کې بې طرفه پاتې کیدای شی چې د دوی په ساتنه موظف و او د دوی په دفاع کې شهید شو؟
داسې وګڼئ چې:
تاسې په خپل کور کې یئ. آزاد کار کوئ او هېچا سره دښمنی نه لرئ. کور مو یو ساتونکی لری، ښه مو نه راځی، کله وظیفه کې غفلت کوی، کله ویده وی، ان کله کله د سودا په پیسو کې غلا کوی، خو بیا یوه شپه ستاسې کور ته یو قاتل ستاسې د وژنې په نیت را اوړی، ستاسې هماغه ناخوښه ساتونکی له قاتل سره په جنګ کېږی، ستاسې په لاس کې چاړه ده او درې کاره کولای شئ: لومړی دا چې چاړه په لاس قرارې سیل وکړئ.
دویم دا چې چاړه خپل ساتونکی ته ورکړئ چې ستاسې د وژل کېدو مخه ونیسی او درېیم دا چې چاړه قاتل ته ورکړئ چې لومړی مو ساتونکی ووژنی او بیا تاسې پسې راشی… کوم کار کوئ؟
زما برداشت دا دی چې رسنۍ د ټاکنیزو نوماندانو ترمنځ بې طرفه پاتې کېدای شی، د حکومت او سیاسی اپوزیسیون ترمنځ بې طرفه پاتې کېدای شی، د حکومت په خپل منځی شخړو کې بې طرفه پاتې کېدای شی، حتی رسنۍ په نظام دننه هره شخړه او جنجال کې بې طرفه پاتې کېدای شی.
خو رسنۍ د نظام د چتر د بقا او له منځه تللو په بحث کې مستقیماً طرف دی او تر اطلاع رسوونې ور هاخوا بل لوی رسالت لری. رسنۍ د نظام د څلورمې ستنې په توګه د نظام او هغه ترهګرۍ ډلې په جګړه کې بې طرفه نه شی پاتې کېدای چې د رسنیو په شمول د دې نظام څلور واړه ستنې له بېخه وباسی.
ښایی زما برداشت ناسم وی.

386 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ټاکنې او د خلکو مسوولیت / سید عبدالله پاچا

راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې یواځې څلور ورځې ورته پاتې دی او د شنبې په ورځ ...