د کندهار، روزګان او هلمند ولایتونو د حاجیانو لومړۍ الوتکه کندهار ته را ورسېدل

کندهار والی د لومړی پرواز حاجیانو ته د ښه راغلاست لپاره احمد شاه بابا نړیوال هوایی ډګر ته ورغلی او حاجیانو ته یې د حج فریضې د اداینې مبارکی یې ورکړه.

همدا راز کندهار والی د هوایی ډ‌ګر مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د حجاجو د راتګ پر مهال د شته ټولو امکاناتو څخه په کار اخیستنی سره د حجاجو لپاره د سهولتونو څار او نظارت وکړی، ترڅو حجاجو ته هوایی ډګر کې کومه ستونزه پیښه نسی.

ددې ترڅنګ کندهار والی راغلو حاجیانو ته وویل، چې د راغلو ټولو حجاجو سامان به هوایی ډګر کی ورته تسلمیږی، چی بیا دوی کولای سی په ډیره اسانۍ سره خپل سامان ترلاسه او خپلو سیمو ته ستانه سی.

راغلو حجاجو هم د کندهار والی د هرکلی څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ مننه وکړه، چې د راغلو حجاجو د استقبال په موخه تر هوایی ډګره راغلی.

هغوی وویل، د حج د فریضې د اداینی پر مهال یې په هیواد کی د تلپاتې سولی لپاره هم خپلی لپی دعا ته پورته کړې ،څو په وطن کی تل پاتې سوله او امن راسی.

راغلو حاجیانو تر راتګ وروسته د کندهار والی سره یو ځای په هیواد کې د تلپاتې سولی راتلو او امن لپاره دعا وکړه.

1426 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...