د فراه ښار او بدخشان وردج د طالبانو هدیره باندې بدل شوی//سید عبدالله پاچا

طالبانو چې دوه ورځې وړاندې د فراه په مرکز برید کړی و او ځینې سیمې یې نیولې وې د افغان ځواکونو ځوابیه جګړه کې شاتګ ته اړ شوی او اوس د ښار څنډو کې جګړه دوام لری.
د فراه امنیه قومندانی وایی، اوس د دې ولایت مرکز ته نژدی سیمو کې د طالبانو پروړاندی د امنیتی ځواکونو ګډ چاڼیز عملیات دوام لری .
د امنیه قومندانی ویاند محب الله محب وایې طالبان په شاتمبول شوی او دوی هڅه کوی چې امنیتی کمربند رامنځته کړی.
طالبانو د پنجشنبې په شپه د فراه پر ښار د دریو لورو څخه برید وکړچې یوشمیر سیمې یې ترخپل کنټرول لاندی راوستی خو وروسته بیا بیرته دغه سیمې د امنیتی ځواکونو له لوری ونیول شوی.
نن شنبه دغه ولایت کې حالت عادی شوی ، ښار پرانستی دی او خلک په آرامه فضاکې خپل کاروبار ته دوام ورکوی .
طالبان یو ځل بیا داسې فکر کړی و چې دا ښار به ونیسی او تر خپل حاکمیت لاندې به یې راولی خو افغان ځواکونو دا ځل داسې سبق ورکړی چې بیا د دې ښار هیڅ برخې ته د سقوط خیال و نه کړی.
طالبانو پالیسی همدا ده چې یواځې ویره خپره کړی، ګډوډی رامنځ ته کړی، کنه دا ډله اوس ښه په دې پوهیږی چې هیڅ سیمه کې له یوې ورځې زیات وخت نه شی تیرولی.
افغان ځواکونو اوس تر بل هر وخت د سیمو د ساتنې او طالبانو د ځپلو وړتیا پیدا کړې او د فراه ښار له برید وروسته ځوابیه برید کې د فراه ښار د طالبانو په هدیره بدل شوی او هر ځای یې د مړو جسدونه پراته دی.
طالبان چې وارخطا شول، ځینې یې تښتیدلی، ځینې ووژل شل او ځینو یې اناردرې ولسوالۍ ته تیښته وکړه، اوس ادعا کی چې اناردرې ولسوالۍ یې سقوط کړی، خو هلته افغان ځواکونو د ملی اردو یو مرکز ته شاتګ کړی او د دې لپاره چې ملکی وګړی خوندی شی، جګړه یې نه ده کړې.
طالبانو ته اوس د افغان ځواکونو زور مالوم شوی، کله چې طالبان د فراه ښار ځینو سیمو ته دننه شول، د افغان ځواکونو له لوری محاصره شول، ځینو یې د خلکو کورونو کې ځای ونیو او ځینې مارکیټونو ته دننه شول، خو افغان ځواکونه وتوانیدل چې ځینې طالبان ونیسی او ځینې نور په جګړه کې ووژنی.
له بلې خوا ملی دفاع وزارت وایی، بدخشان وردج ولسوالۍ یې له طالبانو نیولې ده، دا ولسوالی له تېرو پنځه کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې وه.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلی چې د دې عملیاتو پرمهال یې سل طالبان وژلی چې مهم قومندانان هم پکې شامل دی.
د وردج د بیرته نیولو عملیاتو کې د بدخشان لپاره د طالبانو والی قاری فصیح الدین له سل نورو وسله والو سره وژل شوی چې بهرنی ترهګر هم پکې شامل و. په دې عملیاتو کې یو شمېر طالبان ټپیآن دی او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
بدخشان کې د افغان ځواکونو له سختو عملیاتو سره د طالبانو رهبری له منځه تللې او دې ډلې ته یې سخت ګوزار ورکړی دی.
دا ډله په دې خیال کې وه چې ځینې نورې ولسوالۍ به نیسی، خو افغان ځواکونو داسې ګوزار ورکړی چې کلونه به بیا ځای ته را نه شی.
د دې ډلې له وژل کیدو سره به اوس د بدخشان زیاتې سیمی امن شی او هغو سیمو کې چې طالبان فعالیت کوی، بیرته به د افغان ځواکونو لاس ته ورشی.
طالبان دې دا نه هیروی چې افغان ځواکونه ورسره له دې کبله ګوزاره کوی چې ګنې د سولې خبرې به پایله ورکړی او تیرایستل شوی افغان طالبان به ژوندی پاتې شی، که افغان ځواکونه وغواړی طالبان څو ورځو کې له منځه وړلی شی، خو دا چې طالبان د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلی او د عام خلکو په جامه کې فعالیت کوی، ژوندی پاتې دی.

105 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ټاکنې او د خلکو مسوولیت / سید عبدالله پاچا

راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې یواځې څلور ورځې ورته پاتې دی او د شنبې په ورځ ...