د سنبلې د ۱۸می د ګدوډیو او بې‌نظمیو په تړاو ۱۳۸ تنه نیول سوی

د احمد شاه مسعود یو شمېر پلویانو د سنبلې ۱۸مه، د ده د وژل کېدو تلین په هوایی ډزو ولمانځه.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د سنبلې د ۱۸مې په مناسبت د احمد شاه مسعود د پلویانو له لوری په بېلابېلو پېښو کې یو ملکی وګړی او یو پوځی وژل شوی او په دې تړاو ۶ تنه نیول شوی، عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شوی دی.

د دغه وزارت په وینا ۷ نور ملکی وګړی ټپیان شوی هم دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې مروې امینی وویل چې د سنبلې د ۱۸مې د ګدوډیو او بې‌نظمیو په تړاو په مجموعی ډول ۱۳۸ تنه نیول شوی چې له څېړنو وروسته به‌یې دوسیې عدلی او قضایی ارګانونو ته ولېږل شی.

89 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...