د امریکا ولسمشر خپل د ملی امنیت سلاکار جان بولټن له دندی لیری کړی

ټرمپ وایی چې نور په سپینې ماڼۍ کې د ښاغلی بولټن خدمت ته ضرورت نشته او د هغه له ډېرو وړاندیزونو سره موافق نه و.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپتمبر۱۰) په خپل ټویټر کې ولیکل:”ما تېره شپه جان بولټن ته وویل چې نور نو په سپینې ماڼۍ کې ستا خدمت ته اړتیا نشته. زه د هغه له ډېرو وړاندیزونو سره کلک مخالف وم. ما هغه ته وویل چې استعفا وکړی او هغه نن سهار دا کار وکړ.”

د ټرمپ اداره کې تیرو دریو کلونو کې کابو ۳۹ هغه لوړ پوړی چارواکی له دندو ګوښه او یا هم استعفا ته اړل کړل شوی، چې خپله ټرمپ ټاکلی وو. وروستی هغه یې د ملی امنیت سلاکار جان بولټن وو چې نن له دندې ګوښه شو.

192 ټول کتل سوی شمېر 8 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...