دعاشورا د روځی په مناسبت دمیرویس روغتون د امام حسین دوینی بانک ته ۳۰۰ کسانو وینه ورکړه

د سه شنبې په ورځ د عاشورا یا د محرم د میاشتی د لسمی په مناسبت ۳۰۰ اهل تشیع هیوادوالو د میرویس حوزوی روغتون د امام حسین د وینی بانک ته یو سل او ۳۵ زره سی سی وینه ورکړه.

د کندهار د عامی روغتیا رئیس وایی، دغه وینه به د یوې میاشتی لپاره د کندهار په میرویس روغتون کی د ناروغانو سره د وینه په ورکړه کی مرسته وکړی.

دغه کسان دلته په دې موخه راټول سوی، څو د عاشورا یا د محرم د میاشتی د لسمی په مناسبت خپلو هیوادوالو ته وینه ورکړی او د ناروغانو ژوند وژغوری.

دوی وایی، وینه ورکول د اسلام له نظره خورا ګټور کار دئ او هغه کسان چی په همدې ورځ ځانونه وهی او وینه تویوی، باید په روغتونونو کی خپلو هیوادوالو ته وینه ورکړی.

د کندهار د عامی روغتیا رئیس عبدالقیوم پخلا وایی، د ۳۰۰ کسانو څخه ۳ لکه ۳۵ زره سیسی وینه اخلی او وروسته یې په میرویس روغتون کی هغه ناروغانو ته ورکوی، چی اړتیا ورته لری.

ښاغلی پخلا وایی، له هر کس څخه ۴۵۰ سیسی وینه اخلی او وروسته یې په یخو یخچالو کی ځای پر ځای کوی، چی د یوې میاشتی لپاره کافی بسنه کوی.

د عاشورا په ورځ هر کال اهلی تشیع هیوادوال د کندهار د میرویس حوزوی روغتون د وینی له بانک سره د وینی همکاری او مرسته کوی، وینه ورکوونکی کسان وایی، په عادی ورځو کی هم چمتو دی، چی د وینه په ورکولو سره د خپلو هیوادوالو لاس نیوی وکړی.

خبریال: روزالدین ایآزی

160 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...