امریکا نن د ستمبر د ۱۱ د بریدونو ۱۸ کلیزه لمانځی

امریکا نن د ستمبر د یوولسمې د بریدونو اتلسمه کلیزه په داسې حال کې لمانځی چې څو ورځې وړاندې یې د بې باورۍ او القاعده شبکې سره د اړیکو نه پرې کولو له کبله له طالبانو سره خبرې ختمې اعلان کړې دی.

۱۸ کاله وړاندې په همدې ورځ ۱۱ القاعده ترهګرو د امریکا د نیویارک پر سوداګریزو ودانیو دوه تښتولې الوتکې ټکر کړې او دریمه یې له پنټاګون سره ټکر کړه چې د دغو پېښو له کبله له ۳ زرو زیات امریکایان ووژل شول.

له دغو بریدونو لږه موده وروسته امریکا پر افغانستان بریدونه وکړل او د طالبانو حکومت یې القاعده مشرانو ته د پناه ورکولو له کبله ونړاوه.
امریکا افغانستان ته نږدې سل زره جنګیالی را استولی وو، خو له ۲۰۱۱ کال وروسته چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې یوې پوځی چاوڼۍ ته نږدې ووژل شو، امریکا په افغانستان کې د سرتېر راکمولو ته متوجه شوه او اوس یې په هېواد کې ۱۴ زره پوځیان په ۹ اډو کې د امنیتی تړون په اساس پراته دی.

امریکایی چارواکی لا هم په افغانستان کې د القاعده شبکې په تړاو اندېښنې لری او پر طالبانو باور نه شی کولی چې له ترهګرو ډلو او القاعدې سره به اړیکې پرې کوی یا به طالبان له دغو پخوانیو ملګرو سره جګړه کوی.

129 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...