افغان کرکټ ملی لوبډلی نن د ټسټ کریکټ درېیمه لوبه کی بنګله دیش ته په ۲۲۴ منډو لویه ماته ورکړه

دغه لوبه چی د بنګله دېش په کوبتوب ترسره سوه پرمهال افغان ځوانو لوبغاړو ریکارډونه هم جوړ کړل.

ددغه ټیسټ لوبی ټاس افغانستان وګټی او دتوپ وهنی پریکړه یې وکړه،
چی په خپله لومړۍ پاڼه کی یې دټولو لوبغاړو په سوه ځېدو سره ۳۴۲ منډی جوړی کړی، چی پکښی رحمت شا خپله لومړۍ سلیزه ټسټ لوبو کی ثبت کړه او ۱۰۲ منډو جوړولو وروسته وسوځید.

اصغر افغان ۹۲ او راشد خان ۵۱ منډی ترنورو ډیری جوړی کړې.

دبنګله دیش لپاره تاج الاسلام ۴ او شکیب الحسن اونعیم اسلام دوه دوه ویکټی ترنورو ډیری ترلاسه کړې.

بنګله دیش په خپله لومړۍ پاڼه کی ۲۰۵ منډی جوړی او ټول لوبغاړی یې وسوځیدل، چی دبنګله دیش لپاره مومن الحق ۵۲ او مسدق حسین ۴۸ ناسوځیدلی منډی وکړې.

دافغانستان لپاره راشد خان ۵ او محمدنبی عیسی خیل ۳ لوبغاړی وسوځول.

دوهمه پاڼه کی افغانستان ۲۶۰ منډی جوړی کړې، چی پکښی ځوان لوبغاړی ابراهیم ځدران ۸۷، اصغر افغان ۵۰ او افسرځاځی ۴۸ ناسوځیدلی منډی جوړی کړې.

دبنګله دیش لپاره شکیب الحسن ۳ مهدی حسن میراز، تاج الاسلام او نعیم حسن دوه دوه لوبغاړی وسوځول.

بنګله دیش ته افغانستان ۳۹۸ هدف ورکړ، چی بنګله دیش یواځی ۱۷۳ منډی جوړی کړې او لوبه یې په ۲۲۴ منډو افغانستان ته وبایلل.

راشد خان ۶ اوظاهر خان ۳ بنګالی لوبغاړی وسوځول.

راشد خان دی لوبه کی ۱۱ لوبغاړی وسوځول او ۷۵ منډو جوړولو سره دلوبی غوره لوبغاړی اعلان سو.

افغانستان چی تردې مهاله یې درې ټسټ لوبی کړی یوه یې بایللې خو نوری دواړی لوبی یې ګټلی او په لومړی ځل یې ټسټ کرکټ کی لسم مقام ته ځان رسولی.

3276 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...