ارزګان والی: امنیتی ځواکونه دی د زورواکو او قانون ماتوونکو په وړاندی جدی دریځ غوره کړی

ارزګان والی دمحاکمو ریاست سره د نورو دولتی ادارو د همږغۍ غونډه کې وویل چی امنیتی  ادارې دی دغه ولایت کې د زورواکو او قانون ماتوونکو په وړاندی قاطع او جدی دریځ غوره کړی څو ټولنه یې له شر او فساده په امن کې سی.

که څه هم د  امنیتی ادارو استازو په دې تړاو نظر نه درلود خو د قانون پلی کېدا برخو کې یې ټینګار کاوه.

دلته د ارزګان ولایت د استیناف محکمه کې د دې ادارې او نورو دولتی ادارو تر منځ د همږغۍ غونډه روانه ده چی پکښی د زورواکو او قانون ماتوونکو په وړاندی د روانې مبارزې پر چټکتیا ټینګار زیات کیږی.

ارزګان والی محمد شفیق اسدالله سعید وایی لا هم دغه ولایت کې زورواکې شته او چی د ټولنی ثبات ته په ټکان ورکولو کې لاس لری.

هغه پر امنیتی بنسټونو د واک ددغو جزیرو د له منځه وړلو او پر عدلی او قضایی ادارو د هغوی د قضیو په رڼو څېړلو لپاره سپارښتنې لرلې.

د امنیتی بنسټونو، عدلی او قضایی ادارو مسوولینو هم ټینګار کاوه چی د قانون ماتونکو په نیولو او محکمه کولو کې به له ټول قوته کار واخلی او چاته به اجازه ور نه کړی چی ټولنیز ثبات ګډ وډ کړی.

ټینګار دا دی چی د قانون ماتونی په وړاندی د هر ډول ننګونو مخنیوی کې به حکومتی ځواک کار وکړی.

ارزګان کې حکومت په داسی حال کې د زورواکو د زور زیاتی د مخنیوی په هڅو کې د ګړندیتوب په رامنځ ته کولو ټینګار کوی چی د ملی یووالی حکومت په تېره پنځه کلنه دوره کې د زورواکۍ د ریښو په لمنځه وړلو کې هڅې کړی وې.

165 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...