ارزګان: د عدلیې د رئیس په ګډون درې تنه د حقوقو امریت یوه مدیر په ډزو ویشتلی

ارزګان کی د عدلیې ریاست اړوند د حقونو یوه مدیر عبدالغفار د همدې ریاست رئیس مولوی عبدالرزاق ، د حقوقو امر عصمت الله او د عدلیې ریاست یو بل کارمند د توفنګچې په ډزو ژوبل کړی دی چې سمدستی روغتون ته لېږدول سوی.

پولیس وایی څېړنې روانی دی چې پېښه ولی او څه ډول رامنځ ته سوې ده؟

د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست اړوند د حقونو امریت کې نن چهارشنبه سهار د حقوقو یوه مدیر چې عبدالغفار نومېږی تر لفظی شخړې وروسته خپله شخصی توفنګچه له جېبه را ایستلې لومړی یې د حقوقو پر آمر عصمت الله ، وروسته یې د عدلیې پر رئیس مولوی عبدالرزاق او آخر کې یې د همدې ادارې پر یو بل کارمند د توفنګچې ډزې کړی چی پېښه کې درې واړه ټپیان سوې دی.

ارزګان کې د پولیسو د لومړی حوزې آمر نظرمحمد محمدی وایې پېښه کې درې ټپیان یې روغتون ته لېږدولی او بریدکوونکی له سیمی تښتېدلی چی پلټنې ور پسی روانی دی.

د ترینکوټ مرکزی روغتون ته د پېښی ژوبل کسان وړل سوی چی پکښې د یوه حالت نازک دی او دا مهال عملیات خونه کې دی.

د عامی روغتیا ریئس ډاکتر خان اغا میاخېل وایې ټپیانوکې دعدلیې د ریئس او دحقوقو د امر روغتیایی حالت ښه دی خو د همدی ادارې د یو بل کارمند وضیعت د لږی اندېښنې وړ دی.

وروستی معلومات ښیې چی د حقوقو مدیر ځکه برید کړی وو چی د نوموړی بست اعلان ته تللی وو او اوس یې پر ځای بل کس د حقوقو د مدیر په حیث معرفی کېدی.

خبریال: نجیب الله لطیف

160 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...