ټرمپ غواړی چې جان سالیوان په روسیه کې د امریکا سفیر وټاکی

د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ ویلی، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالېوان په مسکو کې د واشنګټن ډېر ښه راتلونکی سفیر کېدی شی.

په مسکو کې د امریکا اوسنی سفیر جان هُنټسمن د دې میاشتې په پیل کې خپله استعفا اعلان کړه.

ټرمپ دا خبره د سې شنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته د رومانیا د ورغلی ولسمشر کلاوس یوهانیس سره د لیدو پر مهال خبریالانو ته وکړه.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کوی چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په یوه راپور کې وویل، تمه ده چې ټرمپ به سالېوان پر دې ډیپلوماتیک پوسټ وټاکی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې په یو حساس پړاو کې دی.

په مسکو کې د واشنګټن اوسنی سفیر هُنټسمن د اګست په اتمه نېټه په یوه لیک کې وویل، نوموړی به د اکتوبر په درېیمه نېټه له دوه کلن ماموریت وروسته په مسکو کې د سفیر په توګه له دندې استعفا وکړی.

د امریکا د اوتا ایالت خبری رسنیو په څو راپورونو کې ویلی چې د دې ایالت پخوانی والی هنټسمن به د خپلې پخوانۍ دندې د بېرته ترلاسه کولو لپاره په انتخاباتو کې برخه واخلی.

د سې شنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې د یو شمېر پخوانیو حکومتی چارواکو له خولې ویلی چې د دوی لپاره په مسکو کې د سفیر په توګه د سالېوان انتخاب د نوموړی محدودې ډیپلوماتیکې تجربې ته په پام حیرانوونکی دی.

495 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...