شمالی کوریا یو وار بیا د سمندر په لور توغندی توغولی

د جنوبی کوریا د پوځ لوی درستیز نن وویل، پیونګ یانګ د کانګون ولایت د تانګچون ښار ته له نږدې سیمې د ختیځ سمندر په لور چې د جاپان سمندر یې هم بولی دوه “ناپېژندل شوی توغندی” توغولی دی.

د جنوبی کوریا دې نظامی چارواکی ویلی، پوځ‌یې وضعیت څاری او د نورو توغندیو د توغولو په صورت کې د تیارسی په حالت کې دی.

له هغې وروسته چې امریکا او جنوبی کوریا په سیمه کې د اګسټ له پنځمې نېټې راهیسې ګډ کلنی پوځی تمرینات پیل کړی، شمالی کوریا پرله‌پسې د توغندیو دا ډول ازموینې پیل کړې دی. که چېرې تازه پېښې تأیید شی دا به په دې لړۍ کې وروستۍ وی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلی د توغندیو دا ازموینې له هغو هوکړو سرغړاوی نه‌دی چې ده د اوږه او منځنی واټن توغندیدو د ازموینو په اړه د شمالی کوریا له مشر کېم جونګ اون سره کړی دی.

977 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...