کندهارکی ددهلې دبند دلوړولو لومړنۍ چاری بشپړی سوی او په لنډ وخت کی به یې ساختمانی چاری پیل سی

اړوند مسؤلین وایی، ددې بند په لوړوالی سره به دکندهار ښار پنځلس ناحیو ته د پاکو اوبو د رسولو سیستم دفعاله کېدو سره سره یو د برق توربین هم ورباندی نصب کړل سی، چی تر یوځایه به دکندهار د برېښناستونزه ورسره هواره سی.

ددهلې بند، چی د کندهار ولایت په شمالی ولسوالۍ شاولی کوټ کی موقیعت لری اوس مهال پکښی د رسوباتو کچه ۴۳،۴ سلنه ته لوړه سوې چی د پاکېدو امکان یې ډېر کم دی.

د ارغنداب رود سیندیزی حوزې رئیس توریالی محبوبی د کندهار راډیو تلوېزیون سره په مرکه کی وویل، چی د مرکزی ادارې له لوری تر سروې وروسته دا پرېکړه وسوه چی د دهلې بند به ۱۲ متره لوړ کړل سی چی ورسره سم به په دې بند کی د اوبو زخیره درې برابره زیاته سی.

توریالی محبوبی وایی، د بند  د لوړوالی تخنیکی سروې ، د ۶۴ کلیو د استملاک سروې او د ډیزاین چاری یې بشپړی سوی چی په نژدې راتلونکی کی به یې یوه شرکت ته ساختمانی چاری په قرارداد ورکړل سی.

د هغه په خبره د دهلې بند د ارتفاع د لوړولو لپاره بودیجه د اسیایی بانګ له لوری ورکول کیږی.

د ارغنداب رود سیندیزی حوزې رئیس توریالی محبوبی داراز وایی، چی ددهلې بند دغه لویه پروژه څلور برخی لری لکه: پر دهله د بریښنا توربین نصبول، په ولسوالیو کی د کانالونو رغول، د ښار د پنځلسو ناحیو لپاره د پاکو اوبو لویه زخیره جوړول او خپله د بند دیوال د ۱۲ متره په اندازه لوړول دی.

د دهلې بند د هیواد په کچه د مهمو بندونو څخه دی، چی دکندهار ولایت په زراعتی وده کی یې مهم رول لوبولی دی، دغه بند څه باندی ۶۰ کاله مخکی د یوې امریکایی کمپنۍ له خوا جوړ سوی دی، چی دامهال د کندهار ښار ترڅنګ ددغه ولایت د اوو ولسوالیو، میوند، ارغنداب، شاه ولیکوټ، دامان، ډند، پنجوایی، او ژېړۍ کی زراعتی مځکی په خړوبېږی.

خبریال:احمدشاه شاداب

3919 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...